پښتون ژغورنې غورځنګ بنو کې جلسه وکړه

    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

د پښتون ژغورنې غورځنګ نن یکشنبه د پښتونخوا په بنو ښارګوټي کې جسله پیل کړې. بنو چې ډېری پښتانه يې له نازه 'بني ګل' بولي، غورځنګ پکې نن د ولسي غونډې لپاره ټولي تیارۍ بشپړه کړې دي. د غورځنګ فعالې او فعالان له تېرو څو ورځو راهیسې بنو ته رسېدلي، کور په کور ګرځېدلي او ولس ته يې په یاده ولسي غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې.

د غورځنګ پلویان وايي، د دوی د ولسي غونډې تر اعلان وروسته سیمه یيزه چارواکو هلته د ولسي غونډو پر جوړېدو بندیز اعلان کړی، خو دوی وايي، له دې بندیز سره سره به غونډه کوي.

په خواله رسنیو له تېرو څو ورځو راهیسې 'پښتون لانګ مارچ ټو بنو' هش ټګ کې د یادې ولسي غونډې په تړاو نظرونه خپرېږي او نن یکشنبه هم د یادې ولسي غونډې په تړاو عکسونه او خبرونه تردې هش ټګ لاندې خپرېږي.

غورځنګ وروستۍ ولسي غونډه دوه نیمې میاشتې وړاندې د اګست پر دولسمه په سوابۍ کې کړې وه.

همدا ډول د یکشنبې پر ورځ په لندن ښار کې هم د پښتون ژغورنې ملاتړي د پاکستان سفارت مخې ته د جلسې تابیا لري.

پښتون ژغورنې غورځنګ د روان میلادي کال په لومړیو کې پېل شوی، تراوسه يې د پښتونخوا د بېلا بېلو سیمو په ګډون په کراچۍ او لاهور کې هم لويې ولسي غونډې کړې دي.

د غورځنګ په ولسي غونډو کې له دې سره چې ډېری پښتنې او پښتانه ورځي، ډېری هغه مېرمنې، ماشومان، سپين ږيري هم پکې ګډون کوي، چې د کورنۍ غړي يې تری تم شوي وي. په پښتونخوا کې د تری تم شویو کسانو تورد پاکستان پر استخباراتو پورې کېږي.