چرس؛ پاکستان کې د ماشومانو نشه؟

پاکستان کې چرس قانون کې سخته سزا لري، خو له دې سره سره یې څکوونکي ډېر دي او هغه هم ماشومان.

پاکستان کې د دوست ویلفیر فونډېشن- چې عادي ژوند ته د نشه یانو برخه کې کور کوي- د پېښور څانګې کارمن طارق محمود بي بي سي سره خبرو کې د خپلې تجربې له مخې وايي، چې له اتلسو کم عمره کسان تر ډېره چرس څکوي.

ښاغلی محمود زیاتوي تېرو دوو کلونو کې یې تر شپږ زرو کسان له نشې ګرځولي:

"په دوی کې نږدې ۹۰۰ کسانو عمر د لسو او اتلسو کلونو ترمنځ و، چې پکې ۸۰ سلنه د چرسو نشه کوله. د ډېرو عمر ۹۰ سلنه خلک بیا هیرویین کاروي".

که څه هم دا نشه کاناډا کې قانوني شوې ده، خو طارق محمود پاکستان کې دې نشې ته د اجازې ور کولو مخالف دی.

"له ګټې یې تاوان ډېر دی، بل د کاناډا او پاکستان حالت سره ډېر توپیر لري".

د هغه په خبره، پاکستان کې ډېر نشه یان پښتونخوا کې دي او یوه وجه یې دا ده چې له افغانستان سره ګاونډ کې ده.

له څلوېښت لکو ډېر چرسیان

د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۳ کال د رپوټ له مخې پاکستان کې شپږ عشاریه اووه سلنه کسان نشه کوي، چې پکې د چرسیانو شمېر درې اعشاریه شپږ سلنه، یا څلوېښت لکه دی.

د ځینې شمېرو له مخې دا شمېر ډېر شوی دی.

که څه هم د پاکستان د سترې محکمې لوی وکیل او د نشه يي توکو د قانون ماهر نور عالم خان وايي، چې دغه هېواد کې د نشه يي توکو د کارولو د مخنیوي لپاره سخت قیودات شته:

د نوموړي په خبره: "که له یو کیلوګرام ډېره نشه چا سره ونیول شوه قاضي د مرګ، ټول عمر یا څوارلس کالو بند سزا ور کولی شي، خو دا سزا د دې توکو په ډول پورې تړلې ده".

خو دا مني چې له دا ډول سخت قانون سره سره پاکستان کې بیا هم د نشه يي توکو کارول کنټرول نه شول.

د دوست فونډېشن کارمن وايي، چې ورځ تربلې د نشه یانو شمېر ډېرېږي.

پاکستان د نشه يي توکو لار

د ملګرو ملتونو یو رپوټ وايي، پاکستان نړۍ کې د نشه يي توکو د قاچاق پر بوخته لار پروت دی.

د افغانستان نږدې ۴۰ سلنه هیرویین او چرس له پاکستان تېرېږي، ځکه یې ډېره اندازه دغه هېواد کې کارېږي.

د ملګرو ملتونو رپوټ کې راغلي چې پر ۲۰۰۹ کال ۱۶۰ ټنه هیروین یا پوډر له افغانتسان پاکستان ته تللي، چې ۲۰ ټنه یې دغه هېواد کې کارېدلي.

پر ۲۰۱۱ کال هم افغانستان کې ۱۳۰۰ ټنه چرس (کینابس یا حشیش) په ناقانونه ډول د هیرویینو او نورو نشو په ډول پاکستان ته وړل شوي دي.