نوښار کې سندرغاړې وژل شوې

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
- Author, کوثر اعوان وحید
- دنده, بي بي سي پېښور
د پښتونخوا په نوښار کې د چهارشنبې په شپه یوه هنرمنده رېشم وژل شوې ده.
پولیسو ته ورکړل شوی بیان ښيي چې د نوموړې په وژنه کې د هغې د خاوند لاس لري.
د رېشم ورور عبیدالله د نوښار پولیسو مرکز ته مقدمه یا عریضه کې ویلي چې اوښي یې- فایدہ خان- خپله مېرمن رېشم په چل ول بوولې اوبیا یې د سه شنبې په شپه وژلې ده.
ویل کېږي فایده خان په تېښته بریالی شوی دی.
د پولیسو په خبره، د رېشم خاوند په بهرني هېواد کې خواري مزدوري کوله او په چوټۍ یا رخصتۍ کور ته تللی و.
داسې هم ویل کېږي چې د رېشم مېړه په دې خوشحاله نه و چې مېرمن یې هنرمنده ده.
د پلټنو له مخې ریشم د فایدہ خان څلورمه میرمن وه.

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
رېشم څوک وه؟
د نوښار پولیسو د لومړني رپوټ له مخې داسې ښکاري چې رېشم په اصل کې افغانه وه او پښتونخوا کې کډواله وه.
د هغې ورور پولیسو ته ویلي، د دوی مور او پلار په اصل کې د افغانستان دي، خو دوی په پاکستان کې زېږېدلي.
ویل کېږي ریشم د یوې غریبې کورنۍ وه او د خپلې کورنی پالنه به یې په خپل هنر سره کوله.
پولیسو د فایده خان د نیولو هڅې پیل کړې دي.








