افغانستان کې د اوربند غځېدو لپاره د مسجد الحرام د امام غوښتنه

    • Author, عنایت الحق یاسیني
    • دنده, بي بي سي

د مسجد الحرام او د نبوي جومات امامانو په یو کمساري غوښتنه کې افغانستان کې د تېراوربند هرکلی کړی او له ښکېلو خواوو یې غوښتي دي چې خپل منځي وینې تویولو ته پای ورکړي.

په دا نژدې کالونو کې د ا لومړی ځل دی چې د مسلمانانو د دې دوو مذهبي مقدساتو امامان د جمعې ورځې په خطبو کې په یوه غږ د افغان حکومت او طالبانو د نوم له اخیستو پرته د تېر اوربند هرکلی کوي.

د مسجد الحرام امام شیخ عبدالرحمان السدیس وویل چې افغان اوربند د ټول امت د خوښۍ سبب شوي:

''سره له دې چې اسلامي امت دا مهال له بېلابېلو کړاونو او بې اتفاقۍ تېریږي خو په تېر اختر کې یو څه چې د مسلمانانو د ډېرې خوشحالۍ سبب شو، هغه د افغانانو ترمنځ تاریخي اوربند او سوله وه، دا د الله تعالی په دې وینا عمل دی چې (د الله په رسۍ منګولې ولګوئ او له بې اتفاقۍ ډډه وکړئ) او هم د پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم په وینا عمل دی چې (یو موټی اوسئ او له بې اتقافۍ ځان وساتئ). ''

دا چې سعودي کې په مذهبي کچه له سترو مرکزونو د افغان سولې په تړاو د ملاتړ دا ډول غږونه پورته کېږي، د عربي نړۍ چارو ځینو څارونکي یې د دې ښکارندوی بولي چې شونې ده سعودي عربستان د حکومت په کچه د افغان سولې هڅو کې ښکېلتیا ډېره کړي.

امام السدیس تمه وښودله چې افغانان به یوې تل پاتې سولې ته ورسېږي:

''تمه ده چې دا اوربند یوې دایمي، رښتینې او هر اړخیزې سولې لپاره یو پیل وي، چې ورسره به د ټولې سیمې خلک د سولې او ډاډ نه ډکې فضا کې ژوند وکړي. ''

د کعبې د امام نژدې ټوله خطبه د افغان سولې په اړه وه. په ظاهره په همغږي ډول د نبوي جومات امام شیخ عبدالله بعیجان هم د سولې غږ بدرګه کړ او له افغان لورو یې وغوښتل چې نور وینه تویولو ته پای ورکړي.

''ای افغان وروڼو سوله غوره ده، له الله وویرېږئ او سوله وکړئ. مسلمانان خپلو کې وروڼه دی، هغوي خپل منځي سولې ته راوبولئ، د مسلمانو د وینې تویدنې د مخنیوی لپاره له خپلو ګټو تېرېدل لوی کار او د مېړانې او زړورتیا خبره ده، نو ای افغانانو د خپل ولس د وینې تویدو مخنیوی وکړئ. ''

دا څرګندونې خپله د عامو افغانانو اکثریت هغه غوښتنې سره برابرې دی چې د اوربند لپاره یې لري.

امام السدیس وویل، که افغانان سوله وکړي په نړۍ کې به خپل وړ ځای بیا ترلاسه کړي:

''مونږ د مسجد الحرام له منبره، په خپلو مسلمانو افغان وروڼو غږ کوو چې د اوربند دغه نیک او سپڅلي ګام ته دوام ورکولو سره دخپل منځي ورورۍ اړیکې وغځوي، یو بل سره همکاري وکړي، د خپل هېواد راتلونکې جوړه کړی او د خپل هېواد ګټو ته په هر څه لومړیتوب ورکړي، د مغرضو لاسونو مخه دې ونیسی چې په دې ډول افغانان یو ځل بیا په اسلامي نړۍ او ټوله دنیا کې خپل وړ ځای ترلاسه کړي. ''

که څه هم تردې دمه د مسلمانانو د دې دوو سترو مذهبي ځایونو غوښتنې ته د افغان لورو غبرګون نه دی معلوم، خو تر ډېره داسې فکر کېږي چې دا کمسارې غوښتنه به بې تاثیره نه وي.