پاکستانۍ محکمې ته د قبایلي سیمې اوسېدونکې ښځې عریضه

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, اظهارالله
- دنده, بي بي سي/پښتونخواه
قبایلي سیمو ته د پاکستان محکمو له واک غځېدو وروسته وزیرستان کې یوه ښځه لومړی ځل د انصاف تر لاسه کولو لپاره ځايي محکمې ته تللې.
د سویلي وزیرستان اوسېدونکې خانوارې بي بي سي ته وویل، حکومت د مرستې لپاره بانکي چېک ورکړی، چې په جعل ډول دغه پېسې بل چا تر لاسه کړې دي.
نوموړې وايي، وزیرستان کې د پوځي عملیاتو پر مهال یې کور ته زیان اوښتی و، چې بدل کې یې حکومت د څلور سوه زرو روپیو مرسته ورسره کړې، خو نامعلومو درغلو کسانو له بانکه دغه پيسې تر لاسه کړې دي.
د خانواره بي بي مېړه حیات خان بي بي سي سره خبرو کې ویلي، دی د مزدورۍ لپاره سعودي عربستان ته تللی و، چې د ښځې په نامه ورکړل شوی چېک بل چا تر لاسه کړی دی.
نوموړی وایي لومړی یې پولټیکل انتظامیې (د قبایلي سیمو لپاره ځايي اداره) ته عریضه وکړه، خو له هغه وروسته، چې غږ یې وا نه ورېدل شو، محکمې ته یې عریضه وکړه.
نوموړی وايي، مخکې یې حق نه درلود، چې پاکستانۍ محکمه کې عریضه وکړي، خو اوس دا حق ورکړل شوی دی او له همدې کبله یې محکمې ته عریضه وړاندې کړې.
د روان کال پیل کې د پاکستان ملي اسمبلۍ یو قانون منظور کړ، چې پکې يې د دغه هېواد د سترې محکمې او د پېښور ایالتي سترې محکمې واک له ډيورنډکرښې سره څېرمه قبایلي سیمو ته وغځاوه، چې دې سره اوس د یادو سیمو وګړي د پاکستان په محکمو کې خپلې قضيې وړاندې کولی شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه مهال چې د دغه قانون مسوده اسمبلۍ ته وړاندې کېده په اسلام اباد کې د سترې محکمې وکیلې سمرينه وزیر د قبایلي سیمو لپاره د پاکستان د واکمنو د دغه ګام هرکلی وکړ او د دې په خبره همدا هلته د ایف سي ار قانون د ختمولو لپاره لومړی ګام دی.
خو هغه مهال د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ جمعیت علما اسلام ګوند او ملت پال پښتونخوا ملي عوامي ګوند د دغه قانون مخالفت کړی و.








