له نواز شریف وروسته پر عمران خان د بوټ وار وشو

د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان د پنجاب په ګجرات ښار کې د سې شنبې په ورځ د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان په بوټ وویشتل شو.
تېرو دریو ورځو کې دا دویمه پېښه ده چې د پاکستان سیاستوال پر بوټ ویشتل کېږي.
ګجرات کې د موټر په سر عمران خان د خپلې ډلو د غړو جوړولو غونډه کې ولاړ و چې د بوټ ګوزار پر وشو.
عمران خان په بوټ ونه لګېد، خو له هغه سره ولاړ بل ملګری یې علیم خان سینې ته ولګېد.
ځايي رسنیو کې خپرېدونکې ویډیو ښيي چې کله پر علیم خان بوټ لګېږي، نو امنیتي ځواکونه یې مخ ته درېږي.
یاده دې وي چې د یکشنبې په ورځ د لاهور یوه دیني مدرسه- جامعه نعیمیه- کې د پاکستان پر پخواني لومړي وزیر د بوټانو څو ګوزارونه وشول.
بوټ واروونکو طالبانو د لبیک لبیک نارې وهلې.

د عکس سرچینه، AFP
په دغه ناسته کې یو مخکښ خبریال سهیل وړایچ بي بي سي ته وویل، دا هرڅه یې په خپلو سترګو ولیدل او داسې فکر کوي چې دا پلاني پېښه وه.
له هغه وروسته مفتي راغب نعیمي د یوه بیان په خپرولو سره له اړوند چارواکو او امنیتي ادارو وغوښتل چې دا پېښه بشپړه وڅېړي او هغه خلک رسوا کړي چې لاس یې پکې درلود.
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان او د عوامي مسلم لیګ د مشر شیخ رشید په ګډون ټولو مشرانو دا پېښه وغندله.
له دې مخکې د پاکستان پر بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف هم یوه ناسته کې د مشواڼۍ ګوزار وکړ، خو هغه تورن کس وباښه او د خوشي کولو حکم یې وکړ.








