تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"افغان کډوال دې په پرده کې خپل هېواد ته ستانه شي"
د پاکستان د پوځ مشر د جرمني مونیخ امنیتي کنفرانس کې ادعا کړې، چې حقاني شبکه او پاکستاني طالبان پاکستان کې د افغان کډوالو له کمپونو د خپلو موخو لپاره ګټه اخلي او اوس دا وخت رارسېدلی چې دغه کډوال په عزت خپل هېواد ته ستانه شي.
جنرال قمر جاوید باجوه دا ادعا هم کوي، چې له افغان پولې سره څېرمه "ترهګر پټنځي لري او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه کوي."
افغانستان تل د پاکستان دا ادعا رد کړې ده.
هغه پاکستان کې د مېشتو شاوخوا ۲۷ لکه افغان کډوالو پر بېرته ستنولو ټینګار وکړ، چې په ونا یې دا کار د دواړو هېوادونو ترمنځ پر امنیتي مسلو مثبت اغېز لرلی شي.
دی وايي، پاکستان د ترهګرۍ مبارزه کې ډېره قرباني ورکړې ده:
"افغانستان کې اوس ھم د ترهګرو مرکزونه شته او د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه کولی شي، خو پاکستان او افغانستان باید د ترهګرو مخه ونیسي."
د پاکستان د پوځ دغه مشر وویل، د افغانستان د پرمختګ او امنیت راتلو ملاتړ ته یې هېواد چمتو دی؛ ځکه چې د افغانستان امنیت د پاکستان له امنیت سره تړلې موضوع ده.
نوموړی وايي، ترهګرۍ یوه نړیواله ستونزه ده، چې په نړیواله کچه یې د له منځه وړلو لپاره باید هڅې وشي.
"جماعة الاحرار"، "تحریک طالبان پاکستان" او "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلو ته په اشارې د پاکستان د پوځ مشر وویل، ترهګر د افغانستان او پاکستان پولې ته څېرمه پټنځي جوړوي.