تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
م م: پاکستان کې د افغان کډوالو د وخت غځولو هڅه کوو
پاکستان کې د ملګرو ملتونو کډوالو اداره وايي، د دغه هېواد د کابینې دې پرېکړې اندېښمن کړي چې افغان کډوالو ته یې د پاتېدلو لپاره یوه میاشت وخت ور کړی دی.
د دې ادارې ویاند بي بي سي پښتو تلوېزون ته وویل، د کابینې دا پرېکړه په دې مانا نه ده چې دوی په یوه میاشت کې کډوال ستنوي.
قیصر خان اپریدي زیاته کړه، چې د ملګرو ملتونو، پاکستان او افغانستان استازو د تېر زېږیز کال وروستیو کې په استانبول کې ناسته درلوده:
"تېر کال په دې خبره زور اچول شوی و چې د کارتونو وخت یو کال وغځول شي، خو د پاکستان حکومت د هغې پرېکړې پرضد پرېکړه کړې ده".
د نوموړي په خبره، د پاکستان دې ګام نږدې ۱۴ لکه افغان کډوال اندېښمن کړي دي:
"له پاکستان سره په دې تړاو زموږ خبرې روانې دي او هیله من یو چې ښې پایلې ته ورسېږو".
قیصر اپریدی وايي، که څه هم د پاکستان کابینې کډوالو ته یوه میاشت وخت ور کړی، خو په ورته مهال یې له کډوالو اړوند چارواکو مفصل پلان غوښتی:
"په دې پلان کې مختلفې خبرې دي، لکه افغان کډوالو ته د ویزې خبرې، د ناقانونو کډوالو ثبتول، د کډوالو د وخت غځولو په هکله خبرې دي".
ښاغلی اپریدی وايي، د پاکستان د کډوالو اداره به دا رپوت کابینې ته سپاري، له هغه وروسته به پرېکړه کېږي، چې دې کډوالو سره څه وشي:
"ځکه اوس موږ نشو ویلی چې د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته ویلي چې یوه میاشت کې دې ووځي".
د کډوالو ادارې ویاند زیاتوي، چې له پاکستاني حکومت او چارواکو سره د کډوالو د پاتېدلو یا وخت ځنډولو په هکله خبرې کوي.
پاکستان کې کډوال هم د دغه هېواد د کابینې وروستۍ پرېکړې اندېښمن کړي دي او وايي، یوه میاشت کې خپل هېواد ته ستنېدلی نه شي.
کراچۍ کې د افغان کډوالو د ټولنې مشر حاجي عبدالله وايي، خلک کاروبار لري، دوی په یوه میاشت کې افغانستان ته تللی نه شي:
"ځکه دوی له خلکو سره کاروبار او را کړه ورکړه لري. دوی څنګه د اکاروبار په لنډ وخت کې را ټول کړي".
نوموړی وايي، که حکومت پر دوی زور اچوي، چې لاړ شئ، نو خپله پانګه او شتمني پاکستان ته وبښي.
د کډوالو نړیواله اداره وايي، پاکستان کې تر څوارلس لکو افغان کډوال اوسي، چې نږدې پنځه شپېته زره یې سیند ایالت کې ژوند کوي چې ډېری کراچۍ ښار کې اوسېږي او کاروبار کوي.
د پاکستان کابینې د جنورۍ په دریمه پرېکړه وکړه، چې افغان کډوال له دغه هېواد په یوه میاشت کې ستانه شي.
دا ګام له هغه وروسته دی چې امریکا بیا پاکستان له ترهګرۍ سره په جګړه کې په دوه مخۍ تورن کړ.
واشنګټن له هغه وروسته له اسلام اباد سره ۲۵۰ میلیون ډالر پوځي مرستې هم وځنډولې.
افغان چارواکي د پاکستان د کابینې وروستۍ پرېکړه د امریکا د مرستو ځنډولو سره تړلې بولي.
د کډوالو چارو وزارت وايي، پاکستان ته پکار دي چې سیاسي مسلې د کډوالو او انساني مسلو سره ونه تړي.
دوی دا هم وايي، چې پاکستان کې د افغان کډوالو د وخت غځولو لپاره له پاکستاني چارواکو، ملګرو ملتونو، د کډوالو نړیوالې ادارې او نورو اړوند سازمانونو سره خبرې کوي.