تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان کډوال ولې له پاکستانه بېرته ستنېدو ته زړه نه ښه کوي؟
- Author, مقدسه احمدزۍ
- دنده, ليکواله
افغانان په داسې حال کې ګاونډي هېواد پاکستان ته کډوال شول چې د افغانستان په نژدې هر گوټ کې جگړو دومره زور اخیستی و چې نوريې سرونه خوندي نه وو.
پاکستان کې افغان کډوالو ته د اوسېدو او تر يوۀ بريده د تعلیم زمینه برابره شوه، نو له شته ستونزو سره سره يې هلته د ژوندانه ځينې آسانتياوې غنيمت بللې.
خو د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د ترينگلتيا له امله پر افغان کډوالو فشار ډېر شو، پوليسو به نيول او په بېلابېلو بڼو به ځورول کېدل.
لسگونه زره يې بالاخره اړ شول چې خپل هېواد ته ستانه شي، اوهغه شتمني (مادي او معنوي) چې دوی یې په بهر ملک کې لګوي خپل هېواد کې ولګوي.
را ستانه شويو ځينو کډوالو سره چې ما خبرې کړې وايي له "ډېرو هیلو" سره خپلې کډې رابار او پلرني ټاټوبي ته راغلل، خو دلته يې هيلې تر ډېره په ناهيلۍ بدلې شوې.
دوی وايي ور سره شوې ژمنې پوره نشوې او هغه څه چې یې له ځانه سره راوړي وو له هغو هم خلاص شول.
د دوى په وينا حکومت خو پرېږده چې ان ځينو خلکو هم ورته د پرديتوب احساس ورکړى دى.
د راستانه شويو کډوالو دا گيله تر يوۀ بريده رښتيا هم ده.
دوى ته د ځمکو او او نور آسانتياو د ورکړې ژمنه سمه نه ده پرځاى شوې. حقوقي ستونزو کې يې که هغه د دوى د ځمکو او نورو ملکيتونو د غصب خبره وه او يا بل څه هېڅ لاسنيوى يې و نه شو. په ځينو مواردو کې يې خو ان هېواد ته يې ژمنتيا هم له پوښتنو سره مخ شوې.
دا لامل و چې ځينې ستانه شوي کډوال بېرته له بېلابېلو لارو پاکستان ته ستانه شول.
بېرته ستنېدو ته د افغان کډوالو هڅونه
اړینه ده چې په یوه ښه میکانیزم فکر وشي. کله چې دوی خپل هېواد ته راګرځي باید دوی سره د خوراکي توکو مرسته وشي. لومړنۍ اسانتياوې لکه لنډمهالي مېشت ځايونه، روغتیایي خدمتونه او ماشومانو لپاره يې د زده کړې زمینه برابره شي.
د دوى لوستي کسان د يوۀ ځانگړي گام په ترڅ کې پر دندو وګومارل شي.
دوی ته د هېوادنۍ مینې احساس ورکړل شي ترڅو خپل ځانونه پردي ونه انگېري او د نورو افغانانو په څېر خپل ځان په دې خاوره د هرڅه حقدار وګڼي.
نو که د راستنو شويو کډوالو پر وړاندې چلند د پخوا په څېر د نه پاملرنې وي، شونې ده چې ډېرى يې خپل هېواد ته بېرته ستنېدو لپاره زړه ښه نه کړي، او له فشارونو او ځورونو سره سره به ځانونه په کډوالۍ کې ټينگ کړي.