تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بلوچستان کې یو امنیتي چارواکی وژل شوی او ۱۱ کسان ژوبل دي
د بلوچستان په چمن ښار کې د چاودنې له امله یو پولیس چارواکی وژل شوی او یوولس کسان ټپیان دي.
د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند انور کاکړ له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، چاودنه دچمن پر بوغره سړک شوې ده.
په سیمه کې خبریال محمد کاظم وايي، د ځای په ځای شویو باروتو له امله چاودنه هغه مهال وشوه چې د امنیتي چارواکي ساحد مومند موټر تېرېده.
ساجد مومند د قلعه عبدالله دپولیسو مشر و.
په پېښه کې د نوموړي د ساتونکو( پولیسو) په ګډون یوولس کسان ژوبل دي.
ځینې معلومات وايي، په پېښه کې اته ولسي وګړي ټپي شوي دي او ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي.
په چمن کې روغتیايي چارواکي د اوو ټپیانو حالت نازک ښيي او وېرېږي چې له امله یې به یې د مړینې شمېر ډېر شي.
تراوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
له کندهار ولایت سره نښلېدلی پر ډیورنډ کرښه پروت چمن له مرکز کوټې ۱۲۰ کیلومتره لرې پروت دی.
له دې مخکې هم په چمن کې چاودنې شوې دي.