"پاکستان له کورونو وشړلو خو مرسته را سره نه کوي"

    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

پاکستاني چارواکو له ‌‌‌‌‌‌ډيورنډ ‌‌کرښې سره څېرمه په زاړه چمن سیمه کې د پاکستان او افغان ځواکونو تر منځ له نښتې د اغیزمنو کورنیو لپاره کمپ جوړ کړی دی.

په دغه کمپ کې له څلوېښتو بیا تر پنځوسو پورې کورنۍ اوسي.

خو دغه کورنۍ وايي، د پاکستاني چارواکو لخوا ور سره هیڅ مرسته نه کېږي.

د دغو اغیزمنو کورنیو لپاره په جوړ شوي دغه کمپ کې د څښاک اوبو لپاره یو ټانکر هلته و، خو اوبه پکې نه وې.

دغه کورنۍ وايي، سره له دې چې د خوراک توکي هم نه ور رسېږي، دلته یې د درملنې لپاره هم هیڅ اسانتیاوې نه دي برابرې شوې.

ځينو اغیزمنو کورنیو بي بي سي ته وویل دوی پاکستاني ځواکونو په زور له خپلو کلیو وشړل او په وینا یې اوس نه ورته په کمپ کې اسانتیاوې برابروي او نه یې هم بېرته خپلو کلیو ته پرېږدي.

تېره اونۍ د افغانستان او پاکستان د پوله ساتو ځواکونو تر منځ هغه مهال نښته رامنځته شوه، چې د افغان چارواکو په وینا پاکستاني سرتېري نه یوازې د دوی لوري ته اوښتي وو، بلکې په سیمه کې یې د سر شمېرنې هڅه هم پیل کړې وه.

له پېښې وروسته دا خلک پاکستاني ځواکونو له سیمې ووېستل.

د پېښې د معلوملو لپاره سپین بولدک ته د افغانستان مشرانو جرګې تللي پلاوي ویلي، پاکستاني ځواکونو څو ځایه پر افغان خاوره تېری کړی دی.

هاشم الکوزی بي بي سره خبرو کې ویلي، 'د پاکستاني پوځ له لوري د وېش تګ راتګ لارې تړل او له ډېورنډ کرښې دې غاړې ته د مېشتو خلکو سر شمېرنه د ښه ګاونډیتوب او نړیوالو اصولو خلاف چاره ده. '

نوموړي له پاکستاني چارواکو وغوښتل، چې د ویش تګ راتګ لاره بېرته پرانیزي.

له دې پېښې وروسته دواړو لورو د کښې معلومولو لپاره پلاوی ټاکلی خو تراوسه یې د څېړنو نتیجه معلومه شوې نه ده.