بلوچستان: د اماراتو شاهي کورنۍ پر ښکاریانو وسلوال برید شوی

د بلوچستان ایالت په پنجګور ولسوالۍ کې د متحده عربي اماراتو د شاهي کورنۍ د ښکاري غړو په لېږدوونکي کاروان وسلوال برید شوی دی.

په پېښه کې یو موټر زیانمن شوی دی.

په کوټه کې د ملېشه ځواکونو ویاند خان واسع بي بي سي ته وویل، چې دا پېښه د پنجګور په کچک سیمه کې د سې شنبې په شپه شوې ده.

د چارواکو په خبره، دغه شاهزادګان د بلوچستان په مختلفو سیمو کې د کمیاب څاړي مرغه ښکارولو ته ورغلي دي.

واسع خان وايي، له ۳۰ تر ۳۵ موټرو کاروان روان و، چې برید پر وشو.

' په ډزو کې یو موټر لږ زیانمن شوی، د کاروان ساتو ملېشه ځواکونو د ځوابي ډزو له امله بریدګر تښتېدلي دي'.

امنیتي ځواکونو سیمه کلابند کړې، خو تر اوسه یې د پېښې په تړاو څوک نه دي نیولي.

پنجګور له ګوادر بندر ۴۰۰ کیلومتره واټن لري.

له بلې خوا تحریک انصاف د بلوچستان په کچي او کوټه کې د عرب شاهي کورنۍ په ضد مظاهرې کړې دي.

عرب شازیانو د دغه ایالت مختلفې سیمې د څاړي د ښکار لپاره په نښه کړې دي.

له دې مخکې د شاهي کورنۍ غړو د پنجاب په بکر ولسوالۍ کې هم د ښکار هڅه وکړه، خو ځايي کرونګرو یې پر ضد اعتراض وکړ.

کرونګرو ویل، چې د ښکار پر مهال د دوی کروندې زیانمنېږي.

د پاکستان مرکزي چارواکو د پښتونخوا له حکومت غوښتي و، چې د عرب شاهي کورنۍ د غړو لپاره د څاړي د ښکار بندیز د لنډ مهال لپاره لرې کړي، خو پېښور یې دا غوښتنه رد کړه.