تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په کوټه کې څلور امنیتي سرتېري ووژل شول
د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې چارواکي وایي، د نامعلومو وسلوالو په برید کې څلور امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
د کوټې د پولیسو مشر عبدالرزاق چیمه خبري غونډې ته وویل، په وژل شویو کې درې ملېشه او یو پولیس دی.
د نوموړي په خبره، په دې پېښه کې یو لاروی هم ټپي شوی دی.
په سیمه کې چارواکي وايي، په ټپ ټپي(موټر سایکل) سپرو وسله والو پر امنیتي سرتېرو دا برید کړی او بیا له سیمې تښتېدلي دي.
د یادولو ده چې تېره میاشت هم له پولیسو سره په نښه کې څلور وسلوال وژل شوي و.
له دې پېښې درې ورځې ځانمرګو په کوټه کې د پولیسو په روزنیز مرکز برید وکړ چې له امله یې ۶۱ سرتېري مړه او له ۱۲۰ ډېر ټپیان شول.