تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
رحیم یار خان: د بسونو ټکر ۲۴ کسان وژلي ۶۹ ټپیان دي
د پاکستان پنجاب ایالت رحیم یار خان ښار کې دوه بسونه ټکر شوي چې لږترلږه ۲۴ کسان پکې وژل شوي او ۶۹ نور ټپیان دي.
پېښه د دوشنبې په ګهیځ دریجا پاټک ته څېرمه شوې له کراچۍ نه د راتلونکي او فیصل اباد نه صادق اباد ته د تلونکي بس ترمنځ رامنځ ته شوې ده.
په دواړو بسونو کې مسافر سپاره وو.
تر اوسه د پېښې لامل نه دی په ډاګه شوی، خو ژغورندویه ډلې ژر د پېښې ځای ته رسېدلې دي.
د پاکستان ملي تلوېزیون ویلي، د وژل شویو شمېر ۲۴ او د ټپیانو بیا تر ۶۹ ډېر دی.
ټپیان د رحیم یا رخان او خان پور روغتونونو ته وړل شوي، خو د ۴۵ ټپیانو روغتیايي وضعیت ناوړه دی.
پولیسو او ژغورندویه ډلو ویلي، په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم دي.
پېښه کې بسونه چیت شوي، خو چتونه یې غوڅ کړل شوي چې مړي او ټپیان ترې راوایستل شي.
د پنجاب اعلی وزیر د پېښې په اړه خواشیني ښودلې او د ټپیانو د پوره درملنې امر یې کړی دی.
اعلی وزیر د پېښې په اړه د بشپړ رپوټ چمتو کولو غوښتنه کړې ده.