سعودي ناقانونه حج کوونکو ته سزا ورکوي

د سعودي د کورنیو چارو وزرات د هغو کسانو په وړاندې د سختو ګامونو اوچتولو خبر ورکړی چې په روان کال کې یې په ناقانونه توګه د حج په مراسمو کې ګډون کړی وو.

سیمه ییزو خبري رسنیو ویلي د کورنیو چارو وزرات سیمه ییزو حکومتونو ته لیک استولی، او ویلي یې دي هغه یو سل او شل زره زیارت کوونکي پیدا کړي او سزا ورکړي چې د حج د مراسمو پر مهال یې د ګوتو نښې اخیستل شوې او پرته له اجازې یې د حج په مراسمو کې ګډون کړی وو.