یوه ویډيو ښيي چې د بوکو حرام ډلې مشر ژوندی دی
په نیجریا کې یوه ویډیو خپره شوې چې د رپوټونو له مخې د اسلامپالې ډلې بوکو حرام مشر ابوبکر شېکاو په کې ښودل کېږي چې ژوندی دی.
د اګست په میاشت کې د نیجریا پوځ ویلي و چې ابوبکر شېکاو ښايي له امنیتي ځواکونو سره د ډزو په تبادله کې وژل شوی وي.
په خپره شوې ویډیو کې شېکاو وايي ترهغه نه شي مړ کېدای چې خدای نه وي غوښتي.
د نوموړي د مړینې په اړه تر دې مخکې هم رپوټونه بې بنسټه بلل شوي وو.
په نیجریا کې د خونړیو بریدونو پړه پر بوکو حرام ډلې اچول کېږي چې په ترڅ کې یې له ۲۰۱۱ کال راهیسې نژدي ۲۰۰۰ کسان وژل شوي دي.




