پاریس کې ریل ګاډي اوښتی، ۶ کسان وژل شوي
په فرانسه کې د هغه رېل ګاډي د ټکر له امله چې د پاريس په سويل کې له ليکې واوښت د ژغورنې عمليات روان دي.
په دغه پېښه کې لږترلږه شپږ کسه مړه شوي دي.
دا پېښه په تېرو دوه نيمو لسيزو کې د فرانسې د ريل ګاډي تر ټولو بده پېښه ارزول شوې ده.
د فرانسې ولسمشر د ريل د اوښتو په تړاو د بشپړو پلټنو ژمنه کړې ده.
دغې پېښې د اوونۍ د رخصتيو په ورځو کې د پاريس او د فرانسې د جنوب لويديځ ترمنځ د ريل ګاډي ټول سفرونه لغوه کړي دي.




