کابل کې د غازو ډبې چاودنې دوه کسان وژلي
د افغانستان پلازمېنې کابل په ۱۱ حوزه خیر خانه کې د غازو یوه ډبه چاودلې ده.
د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په پېښه کې دوه کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي.
دغه وزارت د پنځو ټپیانو وضعیت نازک ښودلی.
ډبه د یوه هوټل ترڅنګ چاودلې ده، چې سیمه ییز تلوېزیونونه د پېښې له ځایه د لوګي پورته کېدو تصویرونه خپروي.




