"برتانوي پوځیان به د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه ووځي"
د برتانیا د دفاع وزیر فلیپ همند په راتلونکې کې د پوځي عملیاتو په تړاو د خبرو لپاره افغانستان ته سفر کړی دی.
ښاغلي همند له ولسمشر کرزي سره د ليدو پر وخت ټینګار وکړ چې د دوی په تګلاره کې به کوم بدلون را نه شي او بریتانوي پوځیان به د ۲۰۱۴ کال په پای کې له پلان سره سم له افغانستانه ووځي. ښاغلي همند دا هم ويلي چې له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.
د برتانیا د دفاع وزیر هلمند ولایت ته د خپل پروني سفر په اړه هم وويل چې د هلمند په امنیتي حالت کې دکتنې وړ ښه والی راغلی او له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د مسوولیتونو د لېږد بهیر په ښه ډول روان دی چې برتانیا ورڅخه ملاتړ کوي.
افغانستان ته د سفر پر مهال ښاغلي همند یو تړون هم لاسلیک کړ چې له مخې به یې سل تنه برتانوي پوځیان د افغان افسرانو د روزنې په موخه په افغانستان کې پاتې شي.




