د خصوصي امنيتي شرکتونو لپاره د کابل ضرب الاجل
نن (چهارشنبه/مارچ ۲۱) په افغانستان کې د بهرنیو شخصي امنیتي کمپنیو لپاره وروستۍ نیټه ده چې د چارو واګې افغان حکومتي ځواکونو ته وسپاري.
د واک لېږدونه په داسې حال کې ترسره کیږي چې وړاندې تر دې افغان ولسشمر د ځینو بهرنیو امنیتي کمپنیو په اړه سختې څرګندونې کړې وې.
په افغانستان کې د بي بي سي یو خبریال وايي چې افغان امنیتي کمپنۍ به هم په ې بهیر کې شاملې شي خو په راتلونکې کې د بهرنیو کارکوونکو لپاره ښايي د ډاډمن امنیت په تړاو اندېښنې راپورته شي.




