|
د ترافيکي پېښې له امله ١٤ کسان مړه شول | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په شمال لوېديځ بدخشان ولايت کې د ترافيکي پېښې له امله ١٤ کسان مړه او ٥٢ نور ولسي وگړي ټپيان شوي دي . دغه پېښه نن (چارشنبې، د غبرگولي پر اتمه) سهار هغه مهال وشوه کله چې د بدخشان ولايت د درايم ولسوالۍ نه فيض اباد ته د ښځو او ماشومانو په گډون له ولسي وگړو يو ډک کاماز موټر د ارگو ولسوالۍ د ريزکان په کوتل کې چپه شو . د بدخشان د ترافيکو عمومي مدير محمد ابراهيم وايي په پېښه کې د ماشومانو او ښځو په گډون ١٤ کسان وژل شوي او ٥٢ نور ټپيان دي . نوموړى زياتوي چې د پېښې ډېرى قربانيان ښځې او ماشومان دي . د نوموړي پروينا، دغه خلک د شېوې په نامۀ ځاى ته روان وو چې هلته يې د مالونو لپاره څړځايونه ول . ځايي چارواکي وايي چې ټپيان د فيض اباد ٨٠ بستريز روغتون ته وړل شوي او هلته تر درملنې لاندې دي . د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښې وړ او نازک ښودل شوى دى، او ځايي چارواکي وايي چې ټپيان بايد ژر ترژره کابل ته د الوتکو له لارې يوړل شوي که نه نو ښايي چې د مړو شمېره تردې هم ډېره شي . بل خوا د همدې ولايت د امنيه قومندان اقا نور وايي چې په پېښه کې پنځه ښځې، شپږ ماشومان او درې نارينه مړه شوي دي . بدخشان د افغانستان په شمال لوېديځ کې يو له هغو ولايتونو څخه دى چې سړکونه يې خام او صعب العبور دي . تر دې وړاندې هم دا ډول ترافيکي پېښه تېر کال د غزني په ولاتي کې شوې وه، چې په پايله کې يې ٣٢ کسان وژل شوي وو او ٢٥ نور ټپيان وو . | ورسره تړلي نور خبرونه بدخشان: واورو بيا مرگ ژوبله واړوله18 جنوري, 2008 | افغانستان د بدخشان په کمين کې ١٢ کسان وژل شوي24 سپتمبر, 2007 | افغانستان نيزونو بيا د بدخشان خلک وځپل19 مۍ, 2007 | خبرونه بدخشان کې سيلابونه د ويجاړۍ سبب شوي 04 مۍ, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||