|
بدخشان: واورو بيا مرگ ژوبله واړوله | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په ولسي جرگه کې د بدخشان يو شمير استازي وايي چې دغه ولايت سره د ژمي په سخت موسم کې هيڅ ډول مرستې نه دي شوي او د سړې هوا له کبله ٩ تنه مړه شوي دي . د بدخشان ولايت استازې سلطان محمد اورنگ وايي چې د لسو ولسواليو لارې مرکز ته بندې شوي دي او زيات شمير خلک د خوراکي توکو له کموالي سره مخامخ دي . دا پداسې حال کې ده چې افغان حکومت او ځينو مرستندويه ټولنو اعلان کړى چې په روان ژمي کې يې د افغانستان ١٧ ولايتونو ته مرستې رسولې دي . د بدخشان ولايت استازى سلطان محمد اورنگ چې نوى له بدخشان څخه کابل ته راستون شوى بي بي سي ته وويل د سړې هوا له کبله ٩ کسه مړه شوي چې څلور يې ماشومان دي . د هغه په وينا په دغو ولسواليو کې خلک د خوراکي توکو له کموالي ، سړې هوا او داسې نورو ستونزو سره مخامخ دي چې له دوى سره هېڅ ډول مرستې نه دي شوي . په دغو ولسواليو کې درواز ، راغستان ، شغنان ،کشم او داسې نور شامل دي . ښاغلى اورنگ زياتوي د بدخشان په ځينو ولسواليو کې د سختې واروې او ددغه ولايت د لسو ولسواليو لارې د وارو له کبله مرکز ته بندى شوي دي . په همدې ترڅ کې د افغانستان د طبعي پيښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې مشر عبدالمتين ادراک وويل چې د بدخشان ولايت ته د ملگرو ملتونو د خوراک نړيوال سازمان ډبليو اف پي له خوا د خوراکي توکويو لړ مرستې شوي . خو دوى په پام کې لري چې له څيړنو وروسته دغه ولايت ته د تاجکستان له لارې نورې مرستې ورسوي : په تيرو څو اونيو کې د افغانستان په ډيرو ولايتونو په ځانگړي ډول په لويديځ کې د سختو ورښتونو ، سړې هو ا ، د خوراکي توکو دکموالي او د لارو د بنديدو له کبله ډيرو | ورسره تړلي نور خبرونه نورستان: واورو لوې لارې بندي کړي دي10 جنوري, 2008 | افغانستان په سوېل کې ژمي خلکوته ستونزې ولاړې کړي16 جنوري, 2008 | افغانستان واورو بيا سالنگ دټرافيکوپه مخ وتاړه18 جنوري, 2008 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||