|
د زابل اوسيدونکي : کار ته مو نه پريږدي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د زابل ولايت اوسيدونکي وايي د بيا رغاونې پر پروژو پرله پسې بريدونو بې کاري ډيره کړې ده . دغلته تيره اوونۍ ١٧ افغان سړک جوړونکي د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوي و . زابل د کابل کندهار پرلويه لاره پروت ولايت دى چې جنګ جګړو يې بيارغونه له خنډ سره مخامخ کړې او پرله پسې ناامنيو يې د اوسېدونکو پرژوند بد اغېز شېندلى دى . ناټو ځواکونو او افغان امنيتي ساتونکو دسړک جوړونې پر کار کوونکو تر بريد وروسته په زابل کې په پراخو عملياتو لاس پوري کړ ، د شنبې په ورځ ( د وري ٢٤ د اپريل ١٢ ) چارواکي وايي چې ٢٥ وسله وال طالبان يې وژلي او ګڼ نور يې ټپيان کړي دي . که څه هم تېره اونې د سړک جوړونې کارکوونکي اود شنبې په ورځ وسله وال طالبان وژل شوي خو د زابل اوسېدونکي وايي چې جګړو يې سيمې ته بد مرغي راوړې او بيارغنيزي چاري يې له خنډ سره مخامخ دي. شمس الله د زابل ولايت يو اوسېدونکى وايي چې جنګ جګړو کډه کولو ته مجبور کړى دى . ( دربدري ده ، کار او روزګار نشته ، اوس مجبوره يم چې ځان له دې سيمې وباسم ، ايران يا پاکستان ته په کار پسي لاړشم ، ځکه دلته موکارته نه پرېږدي که طالبان خبرشي چې يوڅوک په سړک جوړونه يا بله بيارغنيزه کمپنۍ کې کار کوي وهي او ټکوي يې حتى حلالوي يې چې دې هرڅه زموږ ژوند له خطر سره مخامخ کړى دى . خداى دې دوى ته دا ور وپوهوي چې سړک جوړونه عيب نه دى)
د همدغه ولايت يو بل اوسېدونکى عجب نور چې په همدغه سړک کې کار کاوه وايي : (ما دقلات او شينکۍ ولسوالي ترميانځ په جوړېدونکي سړک کې کار کاوه او د خپلو اولادونو لپاره مي څه ناڅه ډوډۍ پيداکوله او تېره اونۍ د سړک پر کارکونکو دطالبانو تر بريد وروسته کار بند شو او وسله والو طالبانو بيا هم ګواښ راوکړ چې که هر څوک په دغه سړک کې کار وکړي انجام به يې داوي . موږ د دغه بريد سره بېروزګاره شو او هيڅ چاره نشته اوس به له خپله کور اوکلي کډه کوو زما د کور له څنګه خواري يې راباندي ودروله او ډېرى بېګناه افغانان يې ووژل .) که څه هم د زابل يوشمېراوسېدونکي د جګړې مخالفت کوي او نړيوال ځواکونه او افغان چارواکي هم په سيمه کې د ناامنيو د مخنيوي هڅه کوي خو وسله والو طالبانو لا له وړاندې ګواښ کړى چې په سيمه کې بيارغنيزي چاري نه پرېږدي او دې کار د ځايي اوسېدونکو ژوند ته زيان اړولى دى . هلته اوس د خلکو اقتصادي وضعه خرابه شوې او ډېرى کسان دهيواد نورو برخو يا هم گاونډيو هيوادونو ته په مزدوري پسي ځي . د زابل خلکو لا له وړاندې شکايت درلود چې نړيواله ټولنه او افغان حکومت يې بيارغونې ته پاملرنه نه کوي خو که ځينې کارونه پيدا هم شي نو وسله وال طالبان يې مخالفت کوي . | ورسره تړلي نور خبرونه ځانمرگي دوه هندي سړک جوړوونکي ووژل12 اپريل, 2008 | افغانستان په زابل کې ١٧ سړک جوړوونکي وژل شوي09 اپريل, 2008 | افغانستان اتمر : تير کال ١٥٢ ښوونکي وژل شوي10 اپريل, 2008 | افغانستان 'دوه افغان مرستندويان ورک دي'11 اپريل, 2008 | افغانستان | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||