BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:09 گرينويچ 2008 ,11 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
'دوه افغان مرستندويان ورک دي'

جرمن ځواکونه
ددې هيواد ډيرى خيريه ټولنې د دې لپاره د هيواد په شمال کې ډير فعاليتونه لري چې هلته يې د هيواد د سرتيرو له شتوالي سره د خونديتوب احساس لري.
په افغانستان کې د جرمني يوه مرستندويه ټولنه وايي چې ددوى دوه کارکونکي د هيواد په شمال کې ورک شوي دي .

دکيندربرگ په نامه دغې نړيوالې ټولنې د يوې وينا په خپرولو سره ويلي دي چې يو افغان ډاکټر او چلونکى يې د پنجشنبې په ورځ هغه مهال لادرکه شول چې له کابله د کندوز په لور روان وو .

کيندربرگ د خيريه ټولنې چارواکو ويلي دي چې دخپلو دوه تنو افغان کارکونکو تش گاډى يې د پروان ولايت مرکز چاريکارته څيرمه موندلى دى.

ددغې ټولنې وياند يوهانا کوتر وويل چې دوى په بشپړ ډول نه پوهيږي چې ايا کارکونکي يې يرغمل شوي دي که څنگه ؟

دغه خيريه ټولنه په افغانستان کې د ماشومانو د درملنې لپاره کار کوي او مرکز يې دجرمني د اشتوت گارد په ښار کې دى .

چارواکي وايي چې لادرکه شوى ډاکټر د ١٠ کلونو راهيسې په افغانستان کې له دغې ټولنې سره کار کوي .

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري بي بي سي ته وويل چې پوليسو په دې اړه سختې پلټنې پيل کړي دي .

د ښاغلي بشري په وينا تر اوسه د دغو لادرکه شو کسانو برخليک نه دى څرگند او د ورکيدو اصلي ځاى ځايگى نه دى په زبات شوى .

تراوسه پورې کومې ډلې يا شخص ددغو کسانو د تښتولو پړه په غاړه نه ده اخيستې او راپورونه وايي چې طالبانو ددغو مرستندويانو تښتول رد کړي دي.

که څه هم دا په افغانستان کې نوې پيښه نه ده ، خو دا لومړى ځل دى چې د پروان ولايت مرکز ته څيرمه چې خوندي سيمه بلل کيږي د ټولنې د کارکونکو د تښتولو اټکل شوى دى.

په تيرو وختونو کې يو شمير بهرني او کورني خيريه کارکونکي د ناپيژندل شو وسله والو ډلو له خوا يرغمل نيول شوي دي چې طالبانو يې بيا پړه په غاړه اخيستې ده .

تير کال دجرمني دوه تنه خيريه کارکونکي د طالبانو له خوا يرغمل شول چې يو يې ووژل شو او بل يې بيا د پنځه تنو طالب بنديانو په بدل کې خوشې شو .

جرمني په افغانستان کې نژدې ٣٢٠٠ تنه سرتيري لري او ډيرى يې د هيواد په شمال کې د سولې او امنيت د راگرځولو لپاره هڅې کوي .

ددغه هيواد ډيرى خيريه ټولنې د دې لپاره د افغانستان په شمال کې فعاليتونه لري چې هلته دجرمني د سرتيرو له شتوالي سره د خونديتوب احساس لري.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت