BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:17 گرينويچ 2007 ,01 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
'طالبانو د کوريايانو پر سر پيسې اخيستي'

د کوريايانو يوه ډله چې په غزني کې خوشې شوه
يو په يوه د طالبانو لخوا د کوريايانو د خوشې کولواعلان او له خپلو سختو غوښتنو تېرېدنې له هماغه پيله د کوم پټ جوړجاړي اټکلونه راپارولي وو
د وسله والو طالبانو ځينې استازو منلې ده چې د برمته شويو کوريايانو پر سر يې پيسې اخيستې دي.

يوۀ طالب چارواکي چې په سيمه کې يې له کوريايي دپلوماتانو سره د خبرو اترو بهير څارلى بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل طالبانو د ١٩ کوريايي وگړو د خوشې کېدو په بدل کې نژدې ٢٠ ميليونه ډالر اخيستې دي.

وړاندې رويټرز خبري اژانس هم راپور ورکړى و چې کوم طالب قومندان ورته د شلو ميليونو ډالرو د اخيستلو خبره کړې ده.

که څه هم د طالبانو رسمي وياندانو او د سويلي کوريا حکومت د پيسو پر سر جوړجاړى رد کړى، خو د طالبانو ځينو استازو د نوم د نه ښوولو په شرط دغه خبره تاييد کړې ده.

د برمته وو پر سر د پيسو د جوړجاړي اټکلونه او اوازې د هغوى د خوشې کېدلو له اعلان سره جوخت خپرې شوې. طالبانو د بهرنيانو د برمته نيونې په مخکينيو پېښو کې هم يا د پيسو او يا د خپلو زنداني ملگرو د خوشي کولو په بدل کې يرغمل خوشي کړي دي.

په وروستۍ پېښه کې هم د طالبانو يوۀ سيمه ييز استازې بي بي سي ته ومنله چې د ١٩ کوريايانو په بدل کې يې شل ميليونه ډالر اخيستې دي. دۀ وويل د پيسو اخيستلو ته طالبانو وروسته له هغه زړه ښه کړ چې د خپلې اصلي غوښتنې، چې د خپلو زنداني ملگرو خوشې کېدل و، څخه نهيلي شول.

د خوشې شويو کوريايانو يوه ډله
د برمته وو پر سر د پيسو د جوړجاړي اټکلونه او اوازې د هغوى د خوشې کېدلو له اعلان سره جوختې خپرې شوې

د برمته وو د خوشې کولو هوکړه په غزني کې د طالبانو او د سويلي کوريا د استازو تر منځ د تړلو دروازو شاته د اوږدو او درې پړاويزو خبرو اترو له منځه راووته. په دې خبرو کې د سويلي کوريا له دپلوماتانو او دوو تنو طالب استازو پرته يوازې درې سيمه ييز قومي مشران حاضر ول.

يوۀ قومي مشر چې د خبرو اترو منځگړتوب يې کړى و د پيسو د ورکړې خبره نه تاييد او نه هم رد کړه. دۀ وويل په دې اړه خبرې کول لا وختي ده.

د طالبانو يوۀ وياند قاري يوسف احمدي وويل دى د خپل غورځنگ د رسمي وياند په توگه د پيسو د اخيستلو خبره ردوي.

خو هغه مهال چې د برمته وو په اړه خبرې اترې روانې وې، د طالبانو يوۀ بل وياند، ذبيح الله مجاهد، ويلي و چې که د دوى د زندانيانو غوښتنه ونه منل شي د جوړجاړې نورې لارې هم شته.

درويشت تنه کوريايان، چې ډېرى يې ښځې وې، نژدې يوه نيمه مياشت مخکې په غزني ولايت کې هغه مهال وتښتول شول چې له کابله کندهار ته روان وو.

په دوى کې دوه سړي طالبانو د خپلو غوښتنو د نه منل کېدلو لامله ووژل، خو پاتې ٢١ يې له کوريايي دپلوماتانو سره د طالب استازو د پټو او مخامخ خبرو له پيلېدو وروسته په څو جوپو کې يو پر بل پسې خوشې شول.

د وړو پزه
له ٢٣ تنو څخه يو وژل شوي برمته
 ظاهرا طالبانو او کوريايي چارواکو د جوړې شرايط له افغانستان څخه د ٢٠٠ کوريايي سرتېرو او دغلته د کار کوونکو عيسوي مبلغينو وتنه ښوولې وه. خو کتونکي دغه شرايط د پيسو د خبرې د پټولو په موخه د وړو د پزې د جوړولو يوه هڅه بولي

د طالبانو لومړنۍ غوښتنه دا وه چې د هر برمته پر سر دې د دوى يو زنداني ملگرى افغان حکومت خوشى کړي. پر دې غوښتنه يې هومره ټينگار وکړ چې دوه تنه يرغمل يې پکې ووژل او ان د ټولو د وژلو گواښ يې وکړ.

د برمته نيونې پخوانيو پېښو او يو په يوه له دغې غوښتنې څخه د طالبانو په شا کېدلو داسې اټکلونه وپارول چې د پيسو پر سر جوړجاړى شوى دى.

ظاهرا طالبانو او کوريايي چارواکو د جوړې شرايط له افغانستان څخه د ٢٠٠ کوريايي سرتېرو او دغلته د کار کوونکو عيسوي مبلغينو وتنه ښوولې وه. خو کتونکي دغه شرايط د اصلي جوړجاړي د پټولو په موخه د وړو د پزې د جوړولو يوه هڅه بولي.

سويلي کوريا د خپل مخکيني پلان له مخې همداسې پتېيلې وه چې خپل سرتېري به د سږ کال تر پايه باسي او همدارنگه يې افغانستان ته د خپلو وگړو پر تللو بنديز لگولى و. سيول خپلو هغو اتباعو ته هم د وتنې سپارښتنه کړې وه چې وايي په افغانستان کې ضروري کارونه نه لري.

مخکې چې د بهرنيانو د برمته نيونې دا ډول پېښې شوې، د جوړجاړي راز يې ډېر وروسته د رسنيو لخوا افشا شوى. ايټاليا تېر کال د خپل يوۀ عکاس د خوشي کولو په بدل کې طالبانو ته دوه ميليونه ډالر ورکړي و. دا خبر د عکاس له خوشې کېدو دوه مياشتې وروسته خپور شو.

همدارنگه د يوۀ بل ايټالوي خبريال په بدل کې افغان حکومت څو مياشتې مخکې پنځه تر ټولو جگپوړي طالب زندانيان ازاد کړل.

ورسره تړلي نور خبرونه
دوولس کوريايي يرغمل خوشي شول
29 اگست, 2007 | افغانستان
کوريايي يرغمل خوشي کېدونکي دي
28 اگست, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت