BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:12 گرينويچ 2007 ,29 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دوولس کوريايي يرغمل خوشي شول

خوشې شوې ښځې په دوديزو وريښمينو شالونو کې پوښل شوې وې
خوشې شوې ښځې په دوديزو وريښمينو شالونو کې پوښل شوې وې او هڅه يې کوله چې خپل مخونه له رسنيو پټ کړي
وسله والو طالبانو له ١٩ تنو برمته شويو کوريايانو څخه ١٢ کسان، چې لس يې ښځې دي، په غزني ولايت کې خوشي کړل.

دوى په دريو پړاوونو کې خوشې شول. درې ښځې سهار خوشې شوې، ورپسې څلور ښځې او يو سړى وروسته ماسپښين او بيا د ورځې په پاى کې يو سړى او درې نورې ښځې پرېښودل شوې.

د دغو ١٢برمته شويو کسانو خوشي کېدل د هغې هوکړې برخه ده چې د طالبانو او کوريايي استازو تر منځ تېره ورځ (سه شنبه) وشوه.

لومړى درې تنه ښځې چې په سيمه ييزو افغاني ټيکريو کې پوښلې وې نن (چهارشنبه) د غزني ښار ته نژدې د سرۀ صليب د نړيوالې کميټې استازو ته وسپارل شوې.

خوشې شوې ښځې په ښکاره په سټه روغې ښکارېدې، خو خبريالانو ته د دې وخت ورنه کړ شو چې له هغوى نه پوښتنې وکړي.

دوى د خوشې کېدو له سيمې څخه چې د غزني ښار په درې کيلومتري کې پرته ده د سرۀ صليب په گاډو کې ښار ته يووړل شوې، چې له هغۀ ځايه به کابل او بيا خپل هېواد ته ستنېږي.

پنځه تنه نور بيا ښار ته په نژدې يوه بله سيمه کې د سرۀ صليب استازو ته وسپارل شول. څلور تنه نور د ورځې په پاى کې له ښاره ليرې په قره باغ ولسوالۍ کې خوشې شول.

د خبرو اترو د بهير يوۀ قومي منځگړي، حاجي ظاهر خروټي، چې دغه ښځې يې له طالبانو څخه تر ټاکل شوې سيمې پورې راوستلې وويل چې پاتې يرغمل به هم يو پر بل پسې په راتلونکو درې ورځو کې خوشي شي.

 که څه هم افغان حکومت او بهرنيو هېوادونو د برمته نيونې په تېرو پېښو کې طالبانو ته يو څۀ ورکړي، خو په وروستي جوړجاړي کې جوته نه ده چې هوکړه رښتيا پر څه شوې ده.

طالبانو د سويلي کوريا له استازو سره د مخامخ خبرو اترو په درېيم پړاو کې تېره ورځ هوکړه وکړه چې ټول برمته شوي کسان به په دې شرط پرېږدي چې د هغۀ هېواد ٢٠٠ سرتېري د روان کال تر پايه او 'عيسوي مبلغين يې' په دريو ورځو کې له افغانستان څخه ووځي.

دروېشت تنه کوريايان څه باندې پنځه اونۍ مخکې په غزني کې د کابل - کندهار له لويې لارې څخه وتښتول شول. له دوى څخه دوه سړي طالبانو ووژل. دوه نورې ښځې د خبرو اترو په لومړي پړاو کې د 'ښه نيت' د ښودلو په نامۀ طالبانو خوشې کړې.

طالبانو تر ډېره د برمته شويو کسانو په بدل کې د خپلو يو شمېر زنداني ملگرو خوشي کېدل غوښتل، خو افغان حکومت يې غوښتنه ونه منله.

برمته نيوونکي اخر له خپلې اصلي غوښتنې تېر شول. د دوى هغه شرط چې کوريايي سرتېري دې د کال تر پايه له افغانستانه ووځي هم بې مانا دى ځکه سيول د خپل عادي پلان له مخې همدغه مهالوېش د خپلو ځواکونو د ايستلو لپاره په پام کې نيولى و.

ايټالوى عکاس گبريل تورسيلو چې طالبانو تېر کال نيولى و، بيا يې د دوو ميليونو ډالرو په بدل کې خوشى کړ
طالبانو مخکې بهرني يرغمل د پيسو يا خپل کسانو په بدل کې خوشې کړي. د ايټالوي عکاس په بدل کې دوى دوه ميليونه ډالره اخيستې وې.

د طالبانو استازو او نورو منځگړو د برمته شويو د خوشي کولو په بدل کې د پيسو خبره هم رد کړې ده.

که څه هم افغان حکومت او بهرنيو هېوادونو د برمته نيونې په تېرو پېښو کې طالبانو ته يو څۀ ورکړي، خو په وروستي جوړجاړي کې جوته نه ده چې هوکړه رښتيا پر څه شوې ده.

سرچينې وايي ايټاليا طالبانو ته تېر کال د خپل يوۀ عکاس د خوشي کولو په بدل کې طالبانو ته دوه ميليونه ډالر ورکړي و. همدارنگه د يوۀ بل ايټالوي خبريال په بدل کې افغان حکومت څو مياشتې مخکې پنځه تر ټولو جگپوړي طالب زندانيان ازاد کړل.

د بهرنيانو يرغملول په وروستيو څو کلونو کې زيات شوي، خو وروستۍ پېښه د نيول شويو کسانو د شمېر له مخې تر ټولو لويه بلل کېږي.

ورسره تړلي نور خبرونه
کوريايي يرغمل خوشي کېدونکي دي
28 اگست, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت