BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:38 گرينويچ 2008 ,09 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په زابل کې ١٧ سړک جوړوونکي وژل شوي
زابل
زابل د افغانستان يوه له هغو نا امنه سيمو څخه ده، چې هر وخت ترېنه ددې ډول پېښو خبرونه ورکول کېږي .
د افغانستان په سوېلي ولايت زابل کې د وسله والو کسانو له خوا د سړک جوړونې ١٧ کسان کارکوونکي وژل شوي دي .

د افغانستان دولتي چارواکي وايي چې د سوېلي زابل ولايت په شينکۍ ولسوالۍ کې د سړک جوړونې پر يوۀ افغاني شرکت وسله وال بريد شوى چې له امله ددې شرکت ١٧ کار کوونکي وژل شوي او ١٦ نور ټپيان شوي دي .

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشري وايي چې د سړک جوړونې پر کارکوونکو له وسله وال بريد وروسته افغان امنيتي او نړيوالو ځواکونو په گډه پر وسله والو کسانو ځوابي بريد وکړ .

د ښاغلي زمري پر وينا په ځوابي بريد کې اووه کسان اورپکي وژل شوي او گڼ شمېر نور ټپيان شوي دي .

د بشري پروينا له تېرو دوو ورځو راهيسې د هېواد په بېلابيلو پېښو کې ددې په گډون شاوخوا ٤٠ کسان وژل شوي دي .

د يادونې وړ ده چې د افغانستان په بيارغاونه کې د سړک جوړونې چارې ستر رول لري .

هغه انجينران او کارکووونکي چې په افغانستان کې د سړک جوړونې پر چارو بوخت دي، څو ځله له دې ډول وسله والو بريدونو سره مخامخ شوي دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت