BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:59 گرينويچ 2008 ,30 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
'زابل کې اته وسله وال طالبان وژل شوي'

زابل
د زابل چارواکي د طالبانو خبره ردوي خو وايي چې د امنيتي ساتونکو يو موټر وسله والو طالبانو بېولى دى .
په افغانستان کې د کابل کندهار پر لويه لاره د يوې وسلوالې نښتې په ترڅ کې اته وسله وال طالبان وژل شوي دي .

افغان چارواکې وايې چې په وژل شويو طالبانو کې يو سيمه ييز قومندان هم شامل دي جګړه په ناارام ولايت زابل کې شوې ده .

وسله وال طالبان د خپلي مرګ ژوبلې د منلو سره، سره دعوا کوي چې افغان امنيتي ساتونکو ته يې هم د سرزيان اړولى دى .

د کابل کندهار پر لويه لاره وسله واله نښته د لږ وخت لپاره وه، خو وروسته افغان امنيتي چارواکو د ناټو ځواکونو په مټ سيمه کلابنده کړه او په عملياتو يې لاس پوري کړ .

دا عمليات د زابل ولايت د شهر صفا ولسوالۍ او جلدک سيمې ترمنځ وشول، چې دافغان چارواکو په خبره اته وسله وال طالبان پکې وژل شوي او څلور ژوندي نيول شوي دي .

امنيتي چارواکي وايي چې په وژل شويو کسانو کې يو د ملاعزت الله په نوم د طالبانو سيمه ييز قومندان هم شامل دى خو د طالبانو يو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې په زابل کې ددوى په ليکو کې دعزت الله په نامه طالب قومندان نشته .

طالب وياند دا ومنله چې ځينې ملګري يې خوږ شوي خو ټينګار يې وکړ چې د امنيتي ساتونکو مرګ ژوبله زياته ده .

د زابل چارواکي د طالبانو خبره ردوي خو وايي چې د امنيتي ساتونکو يو موټر وسله والو طالبانو بېولى دى .

د کابل کندهار لويه لاره چې اوس دحکومت پلوه کسانو لپاره د تګ راتګ وړنه ده، تل د ورته پېښو شاهده وي او داسې ورځ لږ وي چې د کابل کندهار پرلويه لاره دې يوه نه يوه پېښه نه کېږي، خو دغه سړک تر ډېره بريده په زابل ولايت کې نا امنه بلل کېږي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت