|
د هلمند په گرشک کې چاودنې مرگ ژوبله اړولې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د هلمند په ګرشك ولسوالۍ د برېښنا په اسـټېشن كې چاودنې دوه دولتي مامورين وژلي او د دوو ولسي وګړو په ګډون يې اته تنه نور ټپيان كړي دي . د هلمند ولايت د پوليسو مشر محمدحسين انډيوال وويل چې چاوېدونكي توكې د برېښناپه دفتر كې ځاى پرځاى شوى وو . وسله والو طالبانو ددې يېښې پړه پرغاړه اخيستې ده . چاودنه د شنبې په ورځ (د مارچ٢٩) سهار د ګرشك ولسوالۍ د برېښنا دكاركوونكو په دفتركې شوې چې په پايله كې د برېښنا دوه تنه كاركوونكي وژل شوي او د دوو ولسي وګړو ترڅنګ يې شپږ تنه نور حكومتي مامورين ټپيان كړي دي . د هلمند امنيه قومندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال وايې چې چاودېدونکي توكې له مخكې په دفتركې ځاى پرځاى شوي وو . امنيه قومندان وايي چې په دې اړه پلټنې كوي چې دا چاودېدونكي توكي څه ډول د مامورينو دفتر ته وړل شوي وو . د هلمند د برېښنا رئيس حاجي اهل الله عبيدي وايي چې په چاودنه كې يې د برېښنا سټېشن ته كوم زيان نه دى اوښتى . عيني شاهدان وايي چې د چاودنې غږ دومره زور ور وو، چې ډېرې ليرې پرتې سيې يي هم ولړزولې . وسله وال طالبان وايي چې په ګرشك ولسوالۍ كې په يوه چاودنه كې لسو تنو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې . دقاري يوسف احمدي په نامه يوه طالب وياند په دې اړه معلومات نه دي وركړي چې چاودنه د برېښنا داسټېشن وه خو د هلمندچارواكي وايي چې په ګرشك كې بله چاودنه نه ده شوې . ګرشك ولسوالي د هلمند د مركز شمال لورته په دېرش كيلومترۍ كې پرته ده . دوې ورځې وړاندې هم په دې ډول يوه بمي چاودنه كې چې دپوليسو پرګاډي شوې وه يو پوليس مړ او دوه تنه يې ټپيان كړي ول . نيمروز کې وسله واله نښته شوې بل پلو د افغانستان دكورنيو چارو د وزرات له خوا د نيمروز په خاشرود ولسوالۍ كې د شپږو طالبانو دوژل كېدو خبروركړل شوى دى . د نيمروز چارواكي وايي چې په وژل شوو طالبانو كې د ملاطيب اغاپه نامه يوطالب قومندان هم شامل دى . چارواكي وايي جګړه په خاشرود ولسوالۍ كې وروسته له هغه وشوه چې طالبانو دكوكنارو دكمپاين د پوليسو پريوه كتار بريد وكړ . په دغه نښته كې شپږوتنو پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده . وسله وال طالبان دخپلو دوو کسانو وژل كېدل مني اوترڅنګ يې د ٢٠ تنوافغان سرتېرو د وژل كېدو ادعاكوي . | ورسره تړلي نور خبرونه 'په هلمند کې يوډنمارکى سرتيرى ووژل شو'27 مارچ, 2008 | افغانستان چارواکي: سږکال به هلمند گڼې پروژې پيل شي26 مارچ, 2008 | خبرونه د هلمند په گرشک کې چاودنې ٨ کسان وژلي دي 26 مارچ, 2008 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||