BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:47 گرينويچ 2008 ,26 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
چارواکي: سږکال به هلمند گڼې پروژې پيل شي

هلمند- لښکرگاه
د لښکرگاه ښاروال وايي په روان كال كې به د ددې ښار ډېر واټونه، د اوبو سيستم او د سړكونو د غاړو ويالې جوړې كړي .
په سوېلي ولايت هلمندچارواکي وايي د روان لمريزكال په اوږدو كې به ددې ولايت د بيارغاوني ګڼې پروژې پيل کړي .

په دغه پروژو كې دلښكرګاه ښار د ټولو واټونو جوړول، دكاناليزاسيون سيستم رغول هم راځي .

ددې ترڅنګ دهلمند يوشمېر ولسواليو ته غزېدلي سړكونه او د ښوونځيو جوړول هم ددې پروژو يوه برخه ده .

چارواكي هيله من دي چې ددغو پروژو په پلي كېدو سره به دجګړه ځپلي ولايت هلمند ډېرې سيمې ورغول شي .

چارواكي وايي چې د بيارغاونې دا په سلګونو پروژې به د هلمندولايت په مركز او ولسواليو كې په روران لمريزكال كې پلې كوي .

دلښكرګاه ښاروال حاجي غلامحي الدين وايي چې په روان كال كې به د لښكرګاه ښار ډېر واټونه، د اوبو سيستم او د سړكونو د غاړو ويالې جوړې كړي .

هغه وايي چې ددغه پروژو لپاره څه كم درې ميلونه امريكايي ډالره ځانګړي شوي دي .

د هلمند په ولسواليو كې دلښكرګاه څخه ترمارجې ولسوالۍ پورې دغزېدلي سړك پخول هم هغه پروژه ده چې په روان كال كې به پلې كېږي .

د هلمند د كليو د بيارغاونې او پراختيا رئيس حاجي محمدعمر قانع وايي چې ددې سړك ترڅنګ به په ولسواليو كې ډېرې نورې پروژې هم پيل كړي .

بل پلو د هلمند ولايت دپوهنې د رياست چارواكي وايي چې په روان كال كې به د هلمندپه مركز او ولسواليو كې شاوخوا٥٠ ښوونځي جوړكړي .

چارواكي وايي چې د ښوونځيو له دې شمېر څخه به ١٦ يوازې په موسى كلا ولسوالۍ كې جوړېږي .

د هلمند د پوهنې د رياست مرستيال سيف الملوك نوري وايي چې ددې ښوونځيو ترڅنګ به د خلكو له غوښتنې سره سم په ځينو نارامو ولسواليو كې هم ښوونځي جوړوي، خو په دې شرط چې ځايي خلك يې امنيت وساتي .

كه څه هم د هلمندولايت گڼ ځايي خلك د بيارغاونې ددې پروژو په پلې كېدو خوښي ښيي، خو ډېرى نور يې د هلمند د كجكي د برېښنابند د بيارغاولو د پروژې د پلي كېدو غوښتنه كوي .

دغه پروژه چې تېركال يې د پيلېدا خبر وركړل شوى و تر اوسه نه ده پيل شوې .

چارواكي وايي چې د ١٨٠ ميليونو امريكايي ډالرو په لګښت په دغه پروژه كې د كجكي د برېښنا د بند رغول او د كندهار- هرات له لويې لارې څخه تركجكي ولسوالۍ پورې څه كم سل كيلومتره سړك جوړول راځي .

چارواكي وايي كه ناامني نه واى، نوددې پروژې كار به له وړاندې پيل شوى واى، دوى له ولسي وګړو غوښتنه كوي چې ددې سترې پروژې د پلې كېدو د امنيت په برابرولو كې دې ورسره مرسته وكړي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت