|
هلمند کې زورواکي هديرو کې ودانۍ جوړوي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ښايي په سوېلي ولايت هلمند كې ډېرى دولتي ځمكې د خپل سرو كسانو له خوا غصب شوې وي. دا ځكه چې ددې ولايت ځايي خلك وايي چې اوس يې زورواكو د هديرو په وېشلو پيل كړى دى . ددغه ولايت ځايي خلك وايي چې كه دولت دځمكود غصب د مخنيوي لپاره جدي اقدام ونه كړي، نور به په هلمندولايت كې د مړو د ښخولو ځاى ونه موندل شي . د ځمكو د غصب ستونزه يوازې په هلمند ولايت کې نه، بلكې په ټول افغانستان كې شتون لري . كه څه هم د خپل سرو وسله والو له خوا د ځمكو د غصب خبره په ټول افغانستان كې كيږي، خو دومره توپير لري چې په نورو ولايتونو كې يوازې شاړې دښتې غصب شوې، خو په هلمندولايت كې د دښتو، ځنګولو، كرنيزو فارمونو ترڅنګ اوس د مړو د هديرو د غصب خبر هم وركړل شوى دى . د هلمند د مركز لښكرګاه د شهيد غلطان او ولي كرم دسيمو ځايي خلك وايي چې د هديرو په ځمكو كې يې دځينو كسانو له خواكورونه او نوې ودانۍ جوړيږي اوكه يې مخه ونه نيول شي نو ښايي په راتلونكي كې به د مړو د ښخولو ځاى ونه موندل شي . د هلمند د ولايتي شورا مرستيال قربانعلي اروزګاني وايي چې په دې اړه دوى ته هم ګڼو خلكو شكايتونه كړي . كه څه هم دوى له حكومتي چارواكو سره په دې اړه خبرې كړې، خو تراوسه يي كوم ځاي نه دى نيولى .
هديرو ترڅنګ په زرګونو جرېبه دولتي او نادولتي ځمكې هم د زورواكو له خوا غصب شوې دي . د هلمند ولايت دكرنې اومالدارۍ رئيس انجنيرغلام نبي وايي چې يوازې ٣٠٠٠٠ جرېبه ځمكه ددوى په رياست پورې اړونده د زور واكو له خوا غصب شوې ده . ډېرى خلك وايي چې د ځمكوغاصبين اوس هم په هلمندولايت كې دپوليسو په ليكو کې دندې ترسره كوي . كله چې مو د خلكو دغه نيوكه د هلمند د امنيې قومندان مخې ته كېښوده، هغه وويل چې دغه پوښتنه بايد له مخكېنيو چارواكو څخه وشي . د هلمندولايت گڼ كوچيان وايي چې په غصب شوو ځايونو كې تر ډېره ددوى څړځايونه شامل دي . دوى وايي چې خپل شكايتونه يې د ګڼو لوړپوړو چارواكو تر غوږونو رسولي، خو لا تراوسه يې ستونزه نه ده حل شوې . | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||