|
'په هلمند کې يوډنمارکى سرتيرى ووژل شو' | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دهلمندولايت د ګرشک په ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره نښته کې يو ډنمارکى سرتيرى مړ اويوبل تن ټپي شويدى . دهلمند په ولايت کې دناټوځواکونه وايي چې ډنمارکي سرتيرو ته دغه مرګ ژوبله هغه مهال واوښته چې پرګزمې يي دوسله والو طالبانو له خوا دسپکو وسلو بريد وشو. ډنمارک په افغانستان کې څه باندې پنځه سوه سرتيري لري چې ډيرى يې په ناکراره لايت هلمندکې له برتانوي ځواکونو سره دنده ترسره کوي . په هلمند کې دبرتانوي ځواکونو وياند سايمن مېلر وويل چې د بريد په پايله کې يوډنمارکى سرتيرى مړ او يوبل تن ټپي شو ،هغه دټپي سرتيري روغتيايي وضعه ښه وبلل . بل پلو دډنمارک ددفاع وزارت هم په يوه خبرپاڼه کې د هلمند په ولايت کې دخپلو سرتيرو مرګ ژوبله تائيدکړېده . وسله وال طالبان وايي چې په دغه بريد کې شپږو بهرنيو سرتيرو ته مرګ ژوبله اړولې. دطالبانو يووياندقار ي يوسف احمدي وايي چې له جګړې وروسته نړيوالو سرتيرو سيمه هم بمباري کړې ده چې چاته پکي زيان نه دى اوښتى . تيره اونۍ ګرشک په ولسوالۍ کې په يو ځانمرګي بريد کې هم دوه تنه ډنمارکي سرتيري وژل شوي وه . دخپرو شوو رپوټونو له مخي له دوه زره دوم ميلادي کال راېخوا له دې سرتيري سره په افغانستان کې دوژل شوو ډنمارکي سرتيرو شمېره څوارلسو ته ورسيده . | ورسره تړلي نور خبرونه د امريكا د ولسمشرۍ كانديدان اوله عراقه پوځيان ويستل26 مارچ, 2008 | نړۍ امريکا:داسامه دلټون په هيله عمليات کوو27 مارچ, 2008 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||