|
د هلمند په گرشک کې چاودنې ٨ کسان وژلي دي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د هلمندولايت په ګرشك ولسوالۍ كې يوې چاودني ٨ کسان ولسي وګړي وژلي او شاوخوا شل نور يې ټپيان كړي دي . چارواكي وايي چاودنه په يوې سيمه ييزه مېله كې، چې په سلګونو كسان پكې راټول شوي ول شوې ده . د هلمند امنيه قومندان محمدحسين انډيوال ددې چاودنې پړه دحكومت پر په همدې ولسوالۍ كې د چارشنبې په ورځ (د مارچ ٢٦) په يوه بله چاودنه كې يوافغان سرتېرى وژل شوى او دوه کسان نور ټپيان شوي دي . چارواكي وايي چاودنه دګرشك ولسوالۍ په مالګير سيمه كې هغه مهال وشوه کله چې په سلګونو سيمه ييز خلك په يوه ولسي مېله كې سره راغونډ شوي وه . د هلمندامنيه قومندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال بي بي سي ته وويل چې دچاودنې په پايله كې اته تنه ولسي وګړي مړه او١٧ تنه نور ټپيان شوي دي . هغه وويل چې چاودېدونکي توكې په يوه سراچه موټركې ځاى پرځاى شوي ول، چې د خلكو په منځ كې د ريموټ په واسطه چول شويي دي . يوشمېرعيني شاهدانو بي بي سي ته وويل چې په چاودنه كې يې د مړو د بدن ټوټه ټوټه غړي ترليرې ځايه پورې پراته ليدلي دي . كه څه هم د وسله والو طالبانو ويندويانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو يوشمېركسان چې ځانونه د تليفون پرليكه وسله وال طالبان راپېژني، وايي چې دغه چاودنه دوى كړې ده . طالبان ادعا كوي چې په چاودنه كې ډېره مرګ ژوبله ځايي پوليسو ته اوښتې ده . په ګرشك ولسوالۍ كې تر دې پېښې وړاندې يوه بله چاودنه د پوليسو پر يوه ګاډي شوې وه . چارواكي وايي چې پوليسو په سربند سيمه كې ګزمه كوله چې دسپرلۍ ګاډى يې پر يوه ښخ شوي ماين وختوت . د هلمند امنيه قومندان ښاغلى انډيوال وايي چې د چاودنې په پايله كې يو پوليس مړ او دوه تنه نور ټپيان شوي دي . وسله وال طالبان په دې چاودنه كې د شپږو پوليسو د وژل كېدا خبره كوي . د هلمند په مارجې ولسوالۍ كې بيا د كوكنارو د له منځه وړلو پركمپاين بريد شوى، چې د چارواكو په وينا پوليسو ته پكې كوم زيان نه دى اوښتى . | ورسره تړلي نور خبرونه 'وسله وال طالبان له مجبوريته جگړه کوي'23 مارچ, 2008 | افغانستان سنگين کې د ناټوبمبارۍ گڼ شمېر خلک وژلي 19 مارچ, 2008 | افغانستان هلمند کې ځانمرگي مرگ ژوبله اړولې 17 مارچ, 2008 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||