BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:06 گرينويچ 2008 ,23 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
'وسله وال طالبان له مجبوريته جگړه کوي'

وسله وال طالبان
د هلمند ولايت گڼ قومي مشران اوروڼ اندي په دې اند دي چې كه حكومت وسله وال طالبان پخلا نه كړي، روانې جګړې اونارامۍ به كلونو ته اوږدې شي .
د افغانستان په سوېل هلمندولايت كې د وسله والوطالبانو يو لوړ پوړى قومندان ملاعبدالرحيم وايي چې وسله وال طالبان د مجبوريت له مخې جګړه كوي .

هغه وويل چې كه څه هم ولسمشر كرزي په وار، وار له طالبانو سره د خبرو ټينګار كړى، خو په حکومت کې ځينې په دنده بوختې جنګي ډلې نه غواړي چې له طالبانو سره دې خبرې وشي .

ملا عبدالرحيم دغه خبرې د هلمند د نوي والي محمدګلاب منګل د هغو خبرو په ځواب كې كولې، چې وايي په هلمندولايت كې به له طالبانوسره خبرې كوي .

د وسله والو طالبانو يولوړپوړى چارواكى ملاعبدالرحيم وايي چې جګړې ته لېوالتيا نه لري، خو د مجبوريت له مخې اړشوي چې د افغان حكومت پرضد وسله را واخلي .

نوموړى چې د هلمندولايت له يوه نامعلوم ځاى څخه غږېدا، پرافغان حكومت تور ولګاوه چې ګواكې له طالبانوسره پرخبرو ټينګاركوي، خو د خپل منځي شخړي او ديووالي د نشتون له امله عملي اقدام نشي كولاى .

دى وايي:'' موږ هم تر ډېره دجګړې لېواله نه يو، خو له مجبوريته جګړه كوو. كرزي او د هلمندنوي والي ګلاب منګل رسنيو ته ويلي چې موږ به د ټيټې كچې له طالبانو سره خبرې كوو. اول خو په موږ كې ډلې نشته كه موږ په دې شرط له حكومت سره خبرې وكړو چې هغوى خپلواكه شي ''

دغه لوړ پوړي طالب چارواكي دغه څرګندوي ظاهراً د هلمند د نوي والي محمدګلاب منګل د هغو خبرو په ځواب كې كولې چې هلمند ولايت ته دراتلو پرمهال يي له طالبانو سره دخبرو ټينګاركړي وو.

شمالي ټلواله دطالبانو پخلاينه نه غواړي
 د كرزي ترڅنگ د شمالي ټلوالې راټول كسان تر ډېره په جنګ جګړو كې خپلې ګټې ويني، هغوي هېڅكله هم نه غواړي چې له طالبانو سره دې سوله وشي . دوى پر ولسمشركرزي فشار راوړي چې له طالبانو سره خبرې ونه كړي .
ملا عبدالرحيم

ملاعبدالرحيم وايي چې ولسمشركرزى كه څه هم تل له طالبانو سره د خبرو اترو لېوالتيا ښيي، خو ددې ترڅنګ ځينې نور كسان نه غواړي چې له طالبانو سره خبرې وشي .

دى وايي:'' د كرزي ترڅنگ د شمالي ټلوالې راټول كسان تر ډېره په جنګ جګړو كې خپلې ګټې ويني .

هغوي هېڅكله هم نه غواړي چې له طالبانو سره دې سوله وشي . دوى پر ولسمشركرزي فشار راوړي چې له طالبانو سره خبرې ونه كړي .''

د هلمند ولايت گڼ قومي مشران اوروڼ اندي په دې اند دي چې كه حكومت وسله وال طالبان پخلا نه كړي، روانې جګړې اونارامۍ به كلونو ته اوږدې شي .

قومي مشران وايي چې ډېر داسې طالبان شته چې جګړه يې زړۀ نه غواړي، خو د افغان او بهرنيو ځواكونو له وېرې خپلو كورونو ته نشي ستنېداى .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت