|
ځانمرگي دوه هندي سړک جوړوونکي ووژل | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د سوېل لوېديځ نيمروز ولايت په خاشرود ولسوالۍ کې يوۀ ځانمرگي بريد کوونکي د يوۀ هندي شرکت پر کارکوونکو بريد کړى چې له امله يې درې هندي وگړي وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي . د افغانستان د کورنيوچارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې نن سهار ( شنبه، د اپريل ١٢، د وري ٢٤) د يوۀ هندي شرکت په کاروان ځانمرگى بريد وشو . خبرپاڼه زياتوي چې د دريو هندي وگړو په گډون پنځه کسان ټپيان شوي دي . د خبرپاڼې پروينا ځانمرگى بريد کوونکى په بشپړ ډول له منځه تللى دى او تر اوسه يې هويت نه دى په ډاگه شوى . خو بل پلو د خاشرود ولسوال هاشم نورزي بي بي سي ته وويل چې ددې ځانمرگي بريد له امله د سړک جوړونې د شرکت دوه هندي کارکوونکي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي . د ښاغلي نورزوي په وينا په دې پېښه کې دوه افغان ولسي وگړي هم وژل شوي دي . د خاشرود ولسوال ويلي چې دغه پېښه وروسته له هغه وشوه کله چې ددې شرکت کارکوونکي د خپل کار پر لور روان ول . دا په روان کال کې په نيمروز ولايت کې دويم ځانمرگى بريد دى، تر دې وړاندې د وري په ١٣ هم په دې ولايت کې يو ځانمرگى بريد شوى و . کابو دوه نيمې مياشتې مخکې هم په خاشرود ولسوالۍ کې پر هندي انجنيرانو ځانمرګى بريد شوى و، چې له امله يې دوه تنه هندي انجنيران او١٣ پوليس ووژل شول او ٣٠ تنه پوليس او عام وګړي ټپيان شوي وو . دغه راز دوه اوونۍ وړاندې د خاشرود ولسوالۍ په امنيه قوماندانۍ کې هم ځانمرګى بريد شوى و، چې له امله يې له لسو زياتو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې وه . دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې وسله والو طالبانو ادعا کړې وه چې د نيمروز ولايت د دلارام په ولسوالۍ کې يې ددې شرکت ١٢ کسان کارکوونکي وژلي دي، خو افغان چارواکو بيا دغه ادعا رد کړه . خو په سيمه کې چارواکي دا مني چې وسله والو طالبانو پر دې شرکت بريد کړى چې ددې شرکت يوازې څلور گاډي يې له منځه وړي دي . | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||