 | | | دبربادرفته په فلم کې چې دنوموړي بريالى فلم هم دى رسول ايمان دليکونکي ونډه لري |
رسول ايمان ځوان فلمي ستورى دى چې تراوسه يې په دولسو وړو اوغټوفلمونوکې کارکړى دى. دطالبانوترحکومته وروسته يې دوه فلمونه سينما ته وړاندې کړل.يويې دوستي اوبل يې انتها نومېدل. بربادرفته يې هغه فلم دى چې تېرکال يې دکابل په فيستيوال کې لومړنۍ ځاى ونيو. بل فلم يې دشمن نوميږي. اوس يې په يوه بل فلم هم کار روان دى چې عشق خاموش نوميږي. ددې فلم جوړوونکى هم پخپله دى دى. دافلم په پښتواودرې ژبودى. ښاغلى ايمان دفلم جوړولوخپل شرکت لري چې روزنوميږي. ٥کاله يې په افغان فلم کې دنده ترسره کړې ده. دبربادرفته په فلم کې چې دنوموړي بريالى فلم هم دى رسول ايمان دليکونکي ونډه لري. دبالييود له سينما سره يې هم کارکړى دى. دکابل اکسپرس په فلم کې يې وړه ونډه ترسره کړې ده. دفلمي ستوري رسول ايمان نه خپلې پوښتنې پدې پته راواستوى: [email protected] دخپرونې پرمهال پدې شميره مخامخ سټوډيوته تيليفون راته وکړى. 00442078360331 |