 | | | يارمحمد ترکى چې په کاناډاکې له خپلوبچيانوسره ژوندکوي، ٤٤کلن دى اوپه يوه روڼ انده اوليکواله کورنۍ کې نړى ته راغلى دى. |
يارمحمد ترکى چې په کاناډاکې له خپلوبچيانوسره ژوندکوي، ٤٤کلن دى اوپه يوه روڼ انده اوليکواله کورنۍ کې نړى ته راغلى دى. شل کاله کيږي چې مسلکي انځورگردى. پدې برخه کې يې زده کړې له استاد خيرمحمدنه کړې دي او وروسته دافغانستان دکلتوروزارت دانځورگرى کورسونوته ورغى. ښاغلى ترکى ١٤ کاله وړاندې دازبکستان دهنراوانځورونوله اکاډمى نه فارغ شوى دى. شاوخوا ١٦ نندارتونونه يې په افغانستان، اروپا ، امريکا اوکاناډاکې جوړشوي دي. ديارمحمد ترکي انځورونو په روسيه ، پولند، هند، عربي هيوادونو، اندونيزيا اومتحدوايالتونوکې دخلکوکورونه ښکلي کړي دي. دپولند موزيم دنوموړي دانځورونويونندارتون جوړکړى وو. دنوموړي انځورونه دافغان انځورگروپه منځ کې ترټولوزيات پلورل شويدي. وروستي پروژه يې دافغانستان دموسيقي اونڅا په اړه ده چې دهيوا د بيلابيل کلچرونه اودودونه ، موسيقي اونڅاوې يې انځورکړي دي. اوس په کاناډاکې اوسيږي. اودکډوالودکلتوراوهنردټولنې فعال غړي دى. واده يې کړى اوماشومان لري. له انځورگريارمحمد ترکي نه پوښتنې وکړى اوخبرې ورسره وکړى. برېښنا ليک مودادى [email protected] دتيليفون شميره موداده: 00442078360331 |