BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 04:19 گرينويچ 2007 ,27 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
((Northern Lights)) د ماشومانو لپاره ښه کتاب

ناردن لايټس
برتانوي ليکوال فليپ پول مين چې کله دغه خبر واوريد ، له ډيرې خوشالۍ يې وويل (( بې شکه چې ماته د وياړ خبره ده )) .
دتيرو ١٧ کلونو په لړ کې د ماشومانو لپاره د ليکل شو کتابونو ترمنځ د فليپ پول مين ليکنه (( Northern Lights)) يا شمالي رڼاوې تر گردو ښه کتاب وپيژندل شو .

خو لندن ميشتې امريکايي ليکوالې مېگ روزوف کتاب (( Just in case يا که چيرې )) ته د (( Carnegie)) په نامه جايزه ورکړل شوه .

دا کتاب هم د٢٠٠٧ کال په اوږدو کې د ماشومانو لپاره ليکل شوى دى .

ددې کتابونو غوراوى د ولسي رايو له لارې تر سره شو .

دښاغلي پول مين کتاب ته نه يوازې د(( Carnegie)) جايزه ورکړل شوه بلکې د هغو کتابونو ترمنځ يې لومړى ځاى تر لاسه کړ چې د ماشومانو لپاره ليکل شوي دي .

د نړيوالې څيړنې له مخې دې کتاب له نورو هغو ٤٠ په سلو کې ډيرې رايې تر لاسه کړي دي .

برتانوي ليکوال فليپ پول مين چې کله دغه خبر واوريد ، له ډيرې خوشالۍ يې وويل (( بې شکه چې ماته د وياړ خبره ده )) .

ده وويل –ډير خوشاله دى چې (( Northern Lights)) ددومره مهمو کتابونو له منځه غوره شوى دى .

د ښاغلي پول مين ددغه کتاب پر بنسټ هاليوډ د (( Golden compass)) يا طلايي ماڼۍ په نامه يو فلم هم جوړ کړى دى .

دا کتاب د يوې تنکۍ پيغلې (( لايرا)) له کيسې څخه جوړ دى چې د خپل ملگري د ژغورنې لپاره د شمال ډيرو ليرې سيمو ته سفر کوي .

ددغه سفر په اوږدو کې (( لايرا)) له داسې کوډگرو ښځو او نورو موجوداتو سره مخامخ کيږي چې څيرې يې بدلې دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت