|
بي بي سي د نصاب کتابونو پر راډيويي کولو غور کوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان لپاره د بي بي سي د تعليمي پروژې چارواکي وايي چې په پام کې لري د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت ښوونيز کتابونه د راډيويي پروگرامونو په بڼه واړوي . په همدې ترڅ کې نن (چارشنبه) د يادې شوې پروژې لخوا د يو نيم سل زرو نه زيات ښوونيز کتابونه د پوهنې وزارت ته په وړيا توگه ورکړل شول . دغه کتابونه چې د چاپ په چارو يې شا وخوا يو سل او شپيته زره امريکايي ډالره لگېدلي د افغانستان لپاره د بي بي سي د ښوونيزو پروژو له خوا د ښوونې او روزنې وزارت ته وسپارل شول. د بي بي سي د تعليمي پروژې مشر شېراقا کريمي وايي چې دوى له ښوونې وزارت سره د ښوونکو په روزلو او نورو برخو کې هم مرستو ته چمتو دي . ښاغلي کريمي زياته کړه :''زموږ هيله دا ده که چېرته د پوهنې وزارت موږ ته شين څراغ راکړي نو موږ به د دوى د تعليمي نصاب کتابونه د راډيويي پروگرامونو په بڼه واړوو او د دې تر څنگ موږ چمتو يو چې يو شمير هغه ښوونکي چې د عصري زده کړو نه بې برخې پاتې دي هغوى هم وروزو.'' د دغو کتابونو د سپارلو پر مهال د ښوونې او روزنې وزارت مرستيال صديق پتمن د خوښۍ د څرگندولو تر څنگ وويل چې دغه کتابونه به د افغانستان ډيرو لېرو پرتو سيمو ته وليږي او زده کوونکي به ترېنه گټه پورته کړي.
شير اقا کريمي وويل : ''موږ لومړى د بي بي سي د تعليمي پروژې کتابونه يووړل او د پوهنې کارپوهانو له نظره مو تير کړل. هغوى سل په سلو کې دغه کتابونه د ماشومانو لپاره گټور وبلل او موږ به دغه کتابونه د افغانستان ډيرو لرو پرتو کليو بانډو ته هم وليږو. د دغو کتابونو ستره ځانگړنه دا ده چې د هيواد په دواړو ژبو ليکل شوي دي.'' د بي بي سي ښوونيزې پروژې تر دې وړاندې هم څه د پاسه اتيا زره ټوکه کتابونه د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت ته په وړيا توگه ورکړي وو . د ښوونې وزارت ته نوي سپارل شوي کتابونه تر ډېره پخپله منځپانگه کې روزنيزې او انځوريزې کيسې لري . د بي بي سي تعليمي پروژې څوارلس کاله وړاندې په پيښور کې په کار پيل وکړ چې له هماغه مهاله د 'نوي کور نوي ژوند' تعليمي ډرامه خپروي چې تر اوسه يې د دوه زرو نه زياتې برخې يې خپرې شوې دي . د همدغو ډرامو د لړۍ د کارتوني مجلو تر څنگ يې د ماشومانو لپاره اوه ديرش کيسه ييز کتابونه هم په پښتو او دري ژبو خپاره کړي دي. |
ورسره تړلي نور خبرونه د بي بي سي د تعليمي پروژې ويبپاڼه ولمانځل شوه 25 اپريل, 2007 | خبرونه د بي بي سي تعليمي پروژې وېبپاڼه پرانيستل شوه06 اپريل, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||