BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:30 گرينويچ 2007 ,25 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بي بي سي د تعليمي پروژې ويبپاڼه ولمانځل شوه

نجيب منلى،خالده تحسين ،اسماعيل مياخيل
د نجيب منلي په لاس د تعليمي پروژې يو شمير کارکونکو ته د اېنټرنېټ د زده کړې اسنادونه ورکړل شول
دافغانستان لپاره دبي بي سي تعليمې پروژې ځانګړې ويبپاڼه په رسمي توګه پرانيستله .

ددغې پاڼې د پرانيستې پر مهال د اطلاعاتو او کولتور دوزارت دسلاکار نجيب منلي سر بيره په افغانستان کې د بي بي سي د خبري برخې او تعليمي پروژې يو شمير کارکونکو گډون درلود .

د بي بي سي د پښتو څانگې د اونلين مرستيال اسماعيل مياخيل چې ددغې پاڼې لپاره يې د تعليمي پروژې يو شمير کارکونکي ورزول .

غونډې ته وويل چې (( ددي اېنټرنټ پاڼې له لارې افغان ماشومان اودتعليمي پروژې دتفريحي او معلوماتي خپرونو نور او ريدونکي او مينه وال په زړه پوري اوبوختونکي مطالب لوستلی او اوريدلى شي.))

نوموړي زياته کړه چې داپه افغانستان کې د ماشومانواو لويانو لپاره لومړنۍ پاڼه ده بشپړ روزنيز مطالب خپروي .

په دې غونډه کې د بي بي سي د تعليمي پروژې اته تنو کارکونکو ته د اېنټر نيټ د روزنې د تر لاسه کولو اسناد هم ورکړل شول .

 اسماعيل مياخيل
 داپه افغانستان کې د ماشومانواو لويانو لپاره لومړنۍ پاڼه ده بشپړ روزنيز مطالب خپروي
اسماعيل مياخيل

دا پاڼه دنوي کور نوي ژوند د ډرامې د نامتو څيرې ( ناظر )په نامه نومول شويده.
د بي بي سي ناظر ټکى کام په نامه دغه ويبپاڼه کې د تعليمي پروژې دخپرونو متنونه له غږ سره وړاندي کيږي .

دا افغان تنکيو زلميانو ته دا شونتيا په لاس ورکوي چې خپل رسمونه، کيسې او انځورونه په دې ويبپاڼه کې دخپرولو لپاره له خپلې پيژندگلوى سره راوليږي .

په دي ويبپاڼه کې به همدا راز د بي بي سي نور تعليمي او تفريحي پروګرامونه او دماشومانو لپاره د کيسو کتابونه او کارتوني مجلې او انځورونو هم خپاره شي.
دافغان ماشومانو داستعداد دلوړولو لپاره به دغه ويبپاڼه ديوه پوهنيز او مالوماتي ځای په څير وي.

همداراز دا پاڼه به له ښونځيو سره مرسته وکړي چې ماشومانو ته نوي روزونکي مواد چمتو کړي . ددې پاڼې گرد مطالب په ساده او اسانه ولسي ژبه چمتو کيږي چې ماشومانو او نالوستو افغانانو ته د پوهيدنې وړ دي .

د بي بي سي دا نوې ويبپاڼه به ليدونکواو اوريدونکوته دا لاره اواره کړي چي د اېنټرنټ له لارې تعليم ترلاسه کړي او تفريحي پرګرامونه هم واوري .

د بي بي سي دانګريزي ژبي دزدکړې پروگر امونه او د بي بي سي دانګريزي دزده کړې ويبپاڼه به هم د( بي بي سي ناظر ) له پاڼې سره وتړل شي چې د انگرىزي د زده کړې مينه وال ترې گټه واخلي .

د تعليمي پروژې شاليد

داپروژه په زيږدي١٩٩٣ کال کې د بي بي سي نړيوالو خپرونو پيل کړه چې لګښت يې دبهرنيوتمويل کونکوټولنوله خوا ورکول کيږي . دا پروژه بيلابيلې برخي اوراډيوې پرګرامونه لرې .

د نوي کور نوي ژوند ډرامه چې په ټول افغانستان او يو شمير بهرنيو هيوادونو کې د کورنيو ترمنځ مشهوره ده ،ددغې پروژې د فعاليت اصلي برخه ده .

 دنوي کور نوي ژوند ډرامې د کرکټرونو انځورونه
د بي بي سي تعليمي پروژه د ماشومانو لپاره مجلې اوکتابونه هم خپروي

د اډرامه چې د افغانانو د ژوند انځور ښيي د ټولنې ترمنځ د ستونزو د اواري او د ژوند د بيلابيلوچارو د لارښونې هڅې په کې کيږې . دغه ډرامه د ليکوالو ځانګرې ډله لر ي ، په افغانستان اوله هيواده بهر خپلو اوريدونکو ته د سو له ييز ژوند د غوره کولو پيغام رسوي .

همداراز د ماشومانو لپاره يو شمير تعليمي ، تفريحي او بوختونکي پروگرامونه لکه زموږ نړۍ زموږ راتلونکى ډير د پام وړ دى .

همداراز په نورو پرګرامونوکې هغوماشومانواو نورو افغانانو ته چې نالوستې دي اوياله ښونځي څخه ليرې پاتې شوي دي د تعليمي پروگرامونو له لارې روزنه ورکول کيږي .
د بي بي سي تعليمي پروژه د ماشومانو لپاره مجلې اوکتابونه هم خپروي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت