BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:17 گرينويچ 2007 ,20 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د چاپېريال له ککړوونکو سره به جدي چلند وشي

چاپېريال
د افغانستان په ښارونو کې د خامو سړکونواو کثافاتو لامله او په کليو کې د ځنگلونو د له منځه تلو لامله دچاپېريال دخرابوالي اندېښنې تربل هر وخت زياتې شوې
په افغانستان کې د چاپېريال ساتنې اداره وايي له هغو حکومتي او غير حکومتي ادارو سره به جدي چلند وشي چې دچاپېريال ساتنې ته پام ونه کړي.

په کابل کې دچاپيرېال د پاکوالي لپاره دهمغږۍ د رامنځ ته کولو په موخه جوړې شوې غونډې ته گواښنه وشوه چې د وزيرانو په گډون به ټول چارواکي دچاپېريال دککړ والي په اړه له پوښتنو سره مخامخ شي.

د افغانستان په ښارونو کې خامو سړکونو، دوړو، کثافاتو ، مر دارو ويالو اودکاناليزيسيون د سيستم نشتوالي او په کليو او بانډو کې دځنگلونو د پرېکولواو په شنو ځمکو کې د کورونو ودانولو دچاپېريال د خرابوالي اندېښنې تر بل هر وخت زياتې کړي.

د افغانستان په ټولو لويو او وړو ښارونو کې دا مهال د کثافاتو لويې ډېرۍ معلومېږي چې پړه يې د کافي امکاناتو په نشتوالي ور اچول کيږي . داسې ويل کيږي چې پر پاکې هوا او چاپېريال سربېره نژدې نېمايې افغانان پاکو اوبو ته هم لاسرسى نه لري.

په کابل کې دچاپېريال د ساتلو په موضوع د دولتي ادارو د همغږۍ په لومړنۍ ناسته کې د چاپېريال ساتنې د ادارې مشر مصطفى ظاهر له ټولو ادارو دغې سترې ستونزې ته دکلک پام غوښتنه وکړه او گوت څنډنه يې وکړه چې د وزيرانو په گډون به له هغو چارواکو اښتنې پوښتنې وکړي چې دچاپېريال ساتنې قانون يې نه وي پلى کړي .

 ما وزيرانو، ادارو، موسسو او کمپنيو ته يو څه وخت ورکړى او دوه درې مياشتې نور وخت هم ورکوم چې زموږ قانون ښه ولولي او بيا پلمه ونه کړي . له هغه وروسته که چا چاپېريال ککړ کړ مجبوره دى چې زيان يې حکومت ته ورکړي
د افغانستان د چاپېريال ساتنې د ادارې مشر، مصطفى ظاهر

هغه وويل: ''د چاپېريال ساتنې ملي اداره دچاپېريال ساتنې د قانون له مخې حق لري چې يو وزير ، يو وزارت يا اداره را وغواړي چې ولې يې قا نون نه دى پلى کړى . داحق ملي شورا را کړى او د دوى سره په گډه به دا پوښتنې ځينې وکړو .

ما وزيرانو، ادارو، موسسو او کمپنيو ته يو څه وخت ورکړى او دوه درې مياشتې نور وخت هم ورکوم چې زموږ قانون ښه ولولي او بيا پلمه ونه کړي . نو له هغه وروسته که چا چاپېريال ککړ کړ مجبوره دى چې زيان يې دغه حکومت ته ورکړي.''

. دچاپېريال ساتنې دنوي قانون له مخې ټولې ادارې، شخصي کمپنۍ او خلک د خپل چاپېريال په پاک ساتلو مکلف شوي دي. خوددغه قانون پلي کول دومره اسانه نه بريښي . ښاغلي ظاهر په دې برخه کې د خلکو، پوليسو او ادارو څخه دمرستې غوښتنه وکړه .

دچاپېريال ساتنې دموضوع له يادولو سره سم دخلکو پوهول او مرسته ډېره مهمه بلل کيږي . د پلازمېنې کابل په گډون ددغه هېواد په ډېرو ښارونو کې هر خوا پرتو کثافاتو ته په کتو سره خبره ښاروالى او دځنگلونو د پريکولو دمخنيوي موضوع پوليسو ته راجع کيږي چې بلاخره ټوله خبره د امکاناتو او بودجې کموالي ته ورسيږي.

خو په ټوليزه توگه افغانستان دچاپېريال دپاک ساتلو په ډگر کې د لومړنيو گامونو په پورته کولو سره ښيي چې له دغه نړيوالې ستونزې څخه دغه هيواد هم کړېږي.

ورسره تړلي نور خبرونه
دچاپېريال بدلون
30 مارچ, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت