|
دچاپېريال بدلون | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ملگرو ملتود سرمنشي کوفي عنان په نوښت د نړۍ په ٩٥ هېوادونو کې نژدې ديارلس سوه څېړنې او پلټنې وشې چې دروانې زريزې د چايريال د انډوال ياايکو سيستم په اړه معلومات راغونډ کړي. د دروانې زريزې د چايريال د انډوال ياايکو سيستم په اړه د معلوماتو راټولول يوه لويه ساينسي لاس ته راوړونه ده. ددغه معلوماتو له مخې چې انسانو به خپلو کړنو او فعاليتونو سره د نړۍ چاپرېيال ته نه رغېدونکى زيان رسولى دى. دوى وايي چې د کښت او کروندو ښېرازه مځکې د وچېدو او شاړېدو په حاالت کې دي،او د اوبو کمى يوه لويه ستونزه رامنځ ته کوي چې د روانې زريزې د پرمختاموخه او هدف له زيانمنېدو سره مخامخوي. د زريزې د پرمختيايي هدف له مخې تر زوه زره پنځلسم کال پورې له نړۍ څخه بې وزلي او غريبي نيمايي ته رارسول دي.رپوټ وايي چې د چاپېريال زيان او تاوان دې په اقتصادي لگښتونو کې واچول شي. په رپوت کې د زغرده هواري او حل په اړه څه نه دې ويل شوي خو دچاپېريال د ستونزې په اړه يې ډېر ښه جاج او نظر اخيستى دى. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||