|
د پوليو يوازې يوه پېښه اوس پاتې ده | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ملگرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره (يونيسف) وايي د روان زېږديز کال له پيل راهيسې په افغانستان کې د پوليو يوازې يوه پيښه ثبت شوې ده . دغه اداره وايي چې د تير کال په پرتله په دې هيواد کې د پوليو ناروغي د ماشومانو تر منځ راکمه شوې ده . تير کال يونيسف راپور ورکړ چې په افغانستان کې يي ددغې ناروغۍ ٢٩ بيلگې ليکلي دي . د ملگرو ملتونو يو چارواکي پر جگړه مارو ډلو غږ وکړ په افغانستان کې ددغې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره د پوليو د ناروغۍ په وړاندې ماشومانو ته د واکسين د ورکولو له بهير سره مرسته وکړي . په کابل کې د يونيسف د واکسين د پروگرام مشر ډاکټر غلام حيدر ټولې خبرې پر هغو انديښنو راټولې وې چي د جگړه ييز تاوتريخوالي له کبله د پوليو په وړاندې د واکسين کولو بهير له خنډ سره مخامخ کوي . د چارواکو له خبرو څرگنديږي چې جگړه ييز تاوتريخوالى په افغانستان کې د پوليو د له منځه وړلو په وړاندې لوى گواښ دى . د وسله والو طالبانو له خوا د مرستندويه ټولنو کارکونکو ته گواښونه نوې خبر نه ده . د هيواد په هغو سيمو کې چې وسله وال طالبان ډير فعال دي ، د خيريه ټولنو پر کارکونکو په افغانستان کې له بهرنيو ځواکونو سره د همکاريو شک کيږي . په کابل کې د ملگرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې يونيسف يو لوړپوړي چارواکي ډاکټر غلام حيدر رفيقي په جگړه کې له ټولو ښکيلو غاړو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د پوليو په وړاندې د واکسين کولو له بهير سره مرسته وکړي چې دغه ناروغي په افغانستان کې د ماشومانو له منځه ورکه شي . غلام حيدر رفيقي چې د پوليو په وړاندې د واکسين د ورکولو د يو بل کمپاين په درشل کې له بي بي سي سره غږيده خوښي وښوده چې د تيرو کلونو په پرتله افغانستان کې د ماشومانو ترمنځ د پوليو پيښې بيخي کمې شوي دي . ملگري ملتونه وايي چې په افغانستان کې څه له پاسه پنځه مليونه ماشومان واکسين ته اړتيا لري . د روان زيږدي کال د پيل راهيسې يوازې يوه پيښه په گرد افغانستان کې له ملگرو ملتونو سره ليکل شوې ده . | ورسره تړلي نور خبرونه گوزڼ يا پوليو ناروغي بيا ولې پيدا شوې ؟19 اگست, 2006 | خبرونه په افغانستان کې د پوليو خلاف کمپاين پيل شو.10 اپريل, 2005 | خبرونه افغانستان کې د پوليو پرضد سترې هڅې پيل شوې07 مۍ, 2006 | خبرونه ډبليو ايچ اوو: پوليو به د نړۍ په کچه له منځه يوسو13 اکتوبر, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||