|
افغانستان کې د پوليو پرضد سترې هڅې پيل شوې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان چارواکي وايي دروغتيا نړيوال سازمان په مرسته يې د هيواد د جنوب په ١١ ولايتونو کې د پوليو يا د ماشومانو د فلج ناروغى د له منځه وړلو لپاره يو ستر پروگرام پيل کړى دى دروغتيا نړيوال سازمان وايي چې د پوليو يا د ماشومانو د فلج ناروغى پرضد د واکسين کولو ددې ٣ ورځيني کامپين په ترڅ کې به چې د افغانستان او پاکستان ترمځ پولې ته څيرمه ترسره کيږي په افغانستان کې ٢ ميليونه ماشومان واکسين شي . په نظر کې دي چې د سه شنبې په ورځ د پاکستان په لويدوځو سيموکې هم دغسې يو کامپين پيل شي چې په ترڅ کې به يې ١٤ ميلونه ماشومان د پوليو پرضد واکسين شي دروغتيا نړيوال سازمان په مرسته پدغه سيمه کې په لسگونو زره روغتيايي کارکونکي چمتو شويدي د روغتيا نړيوال سازمان وايي دا به ددوى لپاره يو ستر چلنج وي ځکه چې پدې ناکراره سيمه کې ددوى کارکونکي د گواښونو او د تښتونو د خطر سره مخ دي هيله کيږي چې د پوليو پرضد ددې وروستيو هڅو په نتيجه کې به دا ناروغى بيخي لدې سيمې څخه ورکه شي او يواځې د نړى په ٢ هيوادو نايجريا او هند ته به محدوده شي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||