BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:57 گرينويچ 2006 ,19 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
گوزڼ يا پوليو ناروغي بيا ولې پيدا شوې ؟

جگړه او گوزڼ ناروغي
دوه کاله وړاندې د گوزڼ څلور قضيې وې اوس ٢٦ ته ختلي دي چې مخامخ له جگړو سره تړاو لري
د افغانستان له هغو نا امنه سيمو چې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر مينځ په جگړو کې راښکيلې دي ، په چټکۍ سره د گوزڼ ناروغۍ د بيرته خپريدو رپوټونه ورکړل شوي .

روغتيا پوهانو دا يوه ټکان ورکونکي او په عين حال کې د هغې تمې مخالفه پرمختيا بولي چې ٢٠٠٥ کال يې په افغانستان کې د گوزن ناروغۍ د ختميدو کال باله .

ددغه هيواد د روغتيا وزارت ، د روغتيا نړيوال سازمان او د ملگرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق انديښنه ښودلې چې که په خپل وخت د ستونزې مقابله ونه شي نو ناروغي به د بل ځل لپاره په يوه لويه ننگونه واوړي .

په پلازمينه کابل کې د گواښ د مقابلې لپاره د ټول هيواد په کچه د ناروغۍ ضد واکسينو د يوه پراخ کمپاين د مخې ته کولو تابيا کيږي .

د افغانستان په څلورو سويلي ولايتونو کندهار ، هلمند ، زابل او ارزگان کې د پوليو يا گوزڼ د ناروغۍ د پيښو د بيرته ډيريدو رپوټونه په داسې حال کې ورکړل شوي چې دغه څلور سره ولايتونه د افغانستان د نورو ولايتونو په پرتله تر ټولو ناکراره سيمې بلل کيږي .

روغتيايي کارپوهان ددې لامل د جگړو او نا امنيو په پايله کې د کورنيو بې ځايه کيدنې او روغتيايي کلينيکونو ته د واکسينو لپاره د ماشومانو د وروړو په کچه کې د څرگند کمي راتله بولي .

په کابل کې د ملگرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د صندوق UNICEF روغتيايي کار کونکى سکندر خان وايي چې له يوه نه بل ته د دغې ليږديدونکې ناروغۍ د پيښو ډيريده په افغانستان سربيره ټولې سيمې ته د يوه بل ځل لپاره گواښ جوړيدى شي .

(( په ٢٠٠٤ کال کې د پوليو ټول څلور قضيې موجودې وې . همدې ته په کتو سره د ټولو دا تمه وه چې يو کال وروسته به په افغانستان کې پوليو ورکه شي . خو د جگړو په ديريدو سره کلينيکونو ته د خلکو په تگ راتگ کې ډير کمى راغى . همدا علت دى چې دغې ناروغۍ بيا سر اخيستى او سږ کال يې د پيښو شميره ٢٦ ته ختلي ده . ټولې دغه پيښې په کندهار ، هلمند ، زابل او ارزگان کې دي يوه پيښه په ورڅيرمه ولايت فراه کې هم ليدل شوې . دا به نه يوازې افغانستان بلکې گاونديو هيوادونو ته هم زياتې ستونزې جوړې کړي . ))

د عامې روغتيا وزارت د کتلوي معافيت د څانگې مرستيال ډاکټر پاينده گل عابد وايي قرباني شوي ماشومان تر ډيره هغوى دي چې واکسين يې ندي اخېستي .

(( په خواشينۍ سره چې موږ سږکال د پوليو ٢٦ واقعا ت لرو . که د ناروغه ماشومانو د واکسين تاريخچه وگورو نو وينو چې دوى يا واکسين ندي اخيستي او يا يې ډير لږ واکسين اخيستي دي.))

 د افغانستان په څلورو سويلي ولايتونو کندهار ، هلمند ، زابل او ارزگان کې د پوليو يا گوزڼ د ناروغۍ د پيښو د بيرته ډيريدو رپوټونه په داسې حال کې ورکړل شوي چې دغه څلور سره ولايتونه د افغانستان د نورو ولايتونو په پرتله تر ټولو ناکراره سيمې بلل کيږي .

روغتيا پال دا خبره هم نه پټوي چې که يو ځل کوم ماشوم د گوزڼ په ناروغۍ اخته شي نو بيا يې درملنه ناشونې بريښي . له همدې کبله ټول ټينگار په دې چې ډير پام دي د واکسينو له لارې د ناروغۍ په وړاندې د ماشومانو وقايې ته واړول شي .

په همدې موخه په پلازمينه کابل کې د عامې روغتيا وزارت ، د نړۍ د روغتيايي سازمان او د ملگرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړي صندوق UNICEF چارواکو په گډه د گوزڼ ضد واکسينو د کمپاين د مخې ته کولو پر لارو چارو سلا مشورې پيل کړي .

د کمپاين د پيل تارخ لا تر اوسه ندى معلوم خو په دې مينځ کې د ناروغۍ د چټکې خپريدا لامل يعنې جنگ جگړو ته د واکسينو ددغه کمپاين په وړاندې هم د يوه احتمالي خنډ په سترگه کتل کيږي .

د يونيسيف د ځايي ادارې روغتيا پال غلام حيدر رفيقي همدغو انديښنو ته په کتو سره په ټولو غاړو غږ کوي چې د واکسينو کمپاين دې له جگړو او سياسي موخو سره نه تړي .

(( په افغانستان کې له ديارلسو کالو راهيسې د پوليو ضد واکسينو کمپاينونه روان دي . مختلفو حکومتونو طالبانو ، مجاهدينو ، ډلو ، تنطيمونو ، گروپونو او پخپله خلکو تل له موږ سره په دغو کمپاينونو کې مرسته کړي . پکار همدا ده چې د دې وطن هر بچى د واکسينو دا کمپاين له سياست، جگړو ، ډلو او ټپلو سره ونه تړي او برعکس له واکسيناتورانو سره مرسته وکړي ))

د نړيوال روغتيايي سازمان د ځايي ادارې کارکونکى ډاکتر خليل وايي هڅه به دا وي چې واکسيناتوران له خپلو خپلو سيمو واخيستل شي .

(( ددې کمپاين يو لوى توپير به دا وي چې رضاکاران به له هغو سيمو اخيستل کيږي چې کمپاين پکي چليږي . دا ډول به د رضا کارانو په غوراوي کي د سيمې د مشرانو سلا مشوره شامله وي .))

د عامې روغتيا وزارت د کتلوي معافيت د څانگې مشر اغاگل دوست د کمپاين ښيگڼه په دې کې ويني چې له لارې يې د هيواد په کچه ټولو ماشومانو ته د واکسينو د رسولو شونتيا رامينځ ته کيږي .

(( موږ نه شو کولاى د عادي پروگرام له لارې هر کور او هر ماشوم ته ځان ورسوو . د دې کمپاين اهميت په دې کې دى چې رضا کارانو ته هرې دروازې ته د رسيدو او هر ماشوم ته د واکسين د ورکړې شرايط برابروي .))

په افغانستان کې د گوزڼ ضد واکسينو د کلنيو کمپينونو پيل په ١٩٩٤ کال کې وو . له هغې راوروسته بيا تر اوسه دغه لړۍ روانه ده . مجاهدينو ، طالبانو او اوسني حکومت هر يوه د کمپاينونو په پلي کيدو کې مرسته کړې .

ددې پايله د ناروغۍ په کچه کې د څرگند کمي راتله وو. خو له تير يوه کال راهيسې يعنې له کله چې جنگ جگړو زور اخيستى ، گوزڼ هم بيرته له کنټروله د وتو لاره خپله کړې . په دې سره اوس تولې هغه هيلې چې ويل کيدل ، افغانستان گواکې د دغې ناروغۍ له شره د ژغورل کيدو په حال کې دى ، په اوبو لاهو بريښي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت