BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:29 گرينويچ 2006 ,13 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ډبليو ايچ اوو: پوليو به د نړۍ په کچه له منځه يوسو
ډبليو ايچ او
اوس دا ناروغي يوازې په څلورو هيوادونو کې پاتې ده
د روغتيا نړيواله اداره يا(( ډبليو ايچ او)) د تيرو څو کلونو راهيسې دې ته رانږدې شوى چې گوزڼ يا پوليو د نړۍ په کچه له منځه يوسي .

د شل کلنو هلوځلو پايله يې ډيره ښه راووتله . ددې ناروغۍ دفلجو يا شلو ماشومو قربانيانو شميرله سلگونو زرو څخه لسگونو زرو ته او په پاى کې سلگونو ته راښکته شو .

اوس دا ناروغي يوازې په څلورو هيوادونو کې پاتې ده . په نايجريا ، پاکستان ، افغانستان او هند کې .

له پيله په دغو هيوادونو کې چارې په سمه توگه پر مخ نه دي تلي . د نايجريا په شمال کې نه تيريدونکو سيمه ييزو سياستوالو دا بې اعتباره کړون وباله او داسې اوازې يې خپرې کړې چې له پوليو څخه د خلاصون بهير يوه امريکايې توطيه ده چې غواړي مسلمانې جنکۍ شنډې کړي .

له دې کبله په دې پروگرام کې بدلون راغى . ځپل شوې سيمې د پروگرام له نوي پيل څخه پاتې شوې .

اوس د سعودي حکومت د دسمبر په مياشت کې د راتلونکي حج لپاره نوي بنديزونه او محدوديتونه لگولي دي . له نايجريا او سويلي اسيا څخه به حج ته تلونکو مسلمانانو ته هغه وخت ويزه ورکول کيږي چې دوى دا کره کړي چې د گوزڼ ،فلج يا پوليو په وړاندې يې واکسين کړى دى .

د سعودي عربستان د روغتيا مرستيال وزير ډاکټر يعقوب يوسف المزروي وويل چې د نايجريا او د درې نورو هيوادونو مسلمانان به له ستونزو سره مخامخ نشي .

ډاکټر يعقوب يوسف المزروي همدارنگه زياتوي چې له نيکه مرغه . واکسين ډير ارزانه دى ،بيه يې ډيره لوړه نه ده او په هر ځاى کې پيدا کيږي ، د نايجريا په هر ځاى کې ،ځکه نايجريا ته پکار ده چې د گوزڼ يا پوليو په وړاندې د واکسين لپاره ډيرې منډې ترړې وکړي .

د ښې روغتېا لپاره به د نايجريا ، پاکستان ، افغانستان او هند حاجيانو ته د پوليو بل واکسين هم ورکول کيږي چې دوى سعودي عربستان ته د حج لپاره ورسيږي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت