په افغانستان کى د يکشنبى په گهيځ د پوليو يا گوزن د ناروغۍ خلاف د واکسينو سراسرى کمپاين پيل شوو. په پام کى ده چى د دغه کمپاين په ترڅ کى د پنځه کلنۍ تر عمره څه د پاسه شپږ مليونه ماشومانو ته د ٤٠ زره واکسيناتورانو په واسطه د خولى له لارى واکسين ورکړل شى. خو د نړۍ روغتيايى سازمان دا هم ويلى چى ښايى واکسيناتوران ٤٠ هغو ولسواليو ته چى تير ژمى پکى درنه واوره اريدلى ورونه رسيږى . په ټوله کى دغه سازمان افغانستان د پوليو خلاف مبارزه کى بريالى بللى او ويلى يى دى چى په تيرو دريو مياشتو کى په ټول هيواد کى ددغى ناروغۍ کومه بيلگه نده ليدل شوى. تير کال په ټول هيواد کى ددغى ناروغۍ څلور بيلگى موندل شوى وى. |