BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:13 گرينويچ 2007 ,01 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
جوړه ويدېدل د سړو ماغزۀ زيانمنوي
گډ ويدېدل
ازموينې ښيي چې سړي له خپلو ښځينه ملگرو سره په گډه بستره کې سم خوب نه شي کولاى
په بستره کې جوړه څملاستل کولاى شي د انسانانو د مغزو په ځواکمنتيا اغېز وکړي، په تېره بيا د نارينه وو.

په اتريش کې د ساينس پوهانو څېړنو موندلې چې کله سړي له همبستر سره شپه تېروي، که جنسي عمل وکړي يا نه، د دوى خوب گډوډېږي او د خوب نارامي په ورځ کې د دوى پر کار ناوړه اغېز کوي.

بې خوبي همدارنگه د سړو پر مغزو فشار راوړي او د فشار د هورمونو کچه لوړوي.

د New Scientist په نامه دغه څېړنه وايي، د سړو خلاف، هغه ښځې چې له نارينه سره په گډه بستره کې ويدېږي خوب يې چندان نه اغېزمن کېږي ځکه ښځې زيات ژور خوب کوي.

بې خوبه شپې

پروفيسر گيرهارډ کلوسيچ او همکارانو يې د ويانا په پوهنتون کې خپلې څېړنې پر اتو ناوادۀ شويو او بې ماشومه جوړو باندې، چې د عمر په شلمو کلونو کې دي، کړي دي.

له هرې جوړې نه غوښتل شوي و چې ١٠ شپې گډ ويدۀ شي او ١٠ شپې جلا، او بيا ساينس پوهانو د دوى د ارامۍ کچه د پوښتنپاڼو او د مړوند د څار د ماشينونو په واسطه وارزوله.

په سهار کې له ټولو جوړو څخه پوښتنه وشوه چې د درک او هوښ اسانه ازموينې تېرې کړي او خپل د فشار هورمونونه معاينه کړي، چې د دوى ذهنونه تر څومره فشار لاندې دي.

نامعقول
 خوب تر بل هر کار زيات ځانځاني کار دى او د بدني او اروايي روغتيا لپاره ډېر مهم دى. له هغه چا سره په يوه بستره کې خوب کول چندان معقول نه دى چې شورماشور جوړوي او ورسره د بړستنې پر سر بايد جنگ وکړې.
د خوب د چارو کارپوه، ډاکتر نيل سټېنلي

که څۀ هم سړو وويل چې دوى له خپلو جوړو سره ښۀ ويدۀ شوي دي، خو ازموينې وښودله چې دوى سم خوب نه دى کړى او تر يوازي پرېوتلو يې له جوړې سره زيات نارامه خوب کړى.

پروفيسر کلوسيچ د اروپا د اروايي پوهنو مرکز ته وويل چې دواړه جنسونو په گډه بستره کې نارامه شپه تېره کړې وه.

خو ښځې، کله چې اخر خوب ورغلى و، په ښکاره توانېدلې وې چې ژور خوب وکړي ځکه ويل يې چې د خوب د مهال په پرتله زياتې تازه او بيداره ښکارېدې.

د دوى پر دماغ هومره فشار نه و او د ادراک قوه يې هومره نه وه کمزوري شوي لکه د سړو.

ښځو خپله هم منله چې کله چې دوى يوازي ويدېدلې تر ټولو ارام خوب يې کاوۀ.

له بل چا سره د بسترې شريکول همدارنگه د خوب پر ياد ساتلوباندې اغېز کوي.

ښځو خپل خوب له يوازي ويدېدو وروسته ښه په ياد درلود او سړو له جنسي اړيکو وروسته خوب ښه په ياد ساتلى وو.

 کله چې ځينې خلک په گډ ويدېدلو روږدي شي، بيا چې يې جوړه نه وي د دوى خوب ناکراره وي.
ډاکټر سټېنلي

جلا بسترې

په سوري پوهنتون کې د خوب د چارو کارپوه، ډاکتر نيل سټېنلي، وايي: ((دا هېښوونکي نه ده چې خلک د گډ ويدېدلو په مهال نارامه وي.

که تاريخ ته وگورو، هېڅکله داسې دود نه و چې له خپلې جوړې سره په يوه بستره کې ويده شو. دا يو عجيب کار دى.

خوب تر بل هر کار زيات ځانځاني څيز دى چې تاسې يې کوئ او دا د بدني او اروايي روغتيا لپاره ډېر مهم دى.

له هغه چا سره په يوه بستره کې ويدېدل معقول کار نه دى چې شورماشور جوړوي او ورسره د بړستنې پر سر بايد جنگ وکړې.

که تاسې له گډ خوب څخه خوشاله ياست خو سمه ده، مگر که خوښ نه ياست د بسترې په جلا کولو کې هېڅ شرم نشته. ))

دى زياتوي چې ښځې له سره له مات او نامنظم خوب سره اشنا دي.
دى وايي: ((د ښځو په ژوند کې ډېرې داسې پېښي وي چې د دوى خوب گډوډ شي، لکه د ماشوم د زېږون، زړښت او ان د مياشتني عادت په مهال.))

خو ډاکټر سټېنلي وايي چې اوس خلک له گډ ويدېدلو سره سم روږدي شوي دي.

دى وايي: ((کله چې ځينې خلک په گډ ويدېدلو روږدي شي، بيا چې يې جوړه نه وي د دوى خوب ناکراره وي.))

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت