|
افغانستان کې د مارغانو والگي ناروغى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان چارواکي وايي په هيواد کې د مارغانو د والگي ناروغي نوره نشته خو خبر دارۍ ور کوي چې د مارغانو د غوښې په پخولو کې دې ډير دقت وشي. د مرغانو د ناروغۍ نښې د لومړي ځل لپاره تيرکال د افغانستان په ځتيڅ ولايت ننگرهار کې وموندل شوې چې په ترڅ کې يې افغان حکومت له بهره د حيواني محصولاتو پر واردولو بنديز ولگاوه. افغان حکومت په داسې مهال په افغانستان کې د مرغانو د والگي د ناروغۍ د ختميدو خبر ورکوي چې په دغه هيواد کې د دغې ناروغۍ د بيا خپريدو گواښ شته. د مرغانو د والگي له ناروغۍ سره د مبارزې کميټه وايي په راتلونکي کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د وزارت مرستيال وزير شريف شريفي بي بي سي ته وويل په پاتې نورو پيسو به په راتلونکي کې د دغې ناروغۍ د خپريدود مخنيوي په موخه واکسين او ځينې نور وسايل واخيستل شي. ښاغلي شريفي زياته کړه د چرگانو د والگي د ناروغۍ نښې د ختيځې آسيا په ځينو هيوادونو کې ليدل شوي او دا انديښنه شته چې دغه ناروغۍ يو ځل بيا په افغانستان کې خپره شي. له دې سره سره چې په افغانستان کې د چرگانو د والگي د ناروغۍ د ختميدو اعلان شوى خو بيا هم له خلکوغوښتل شوي چې د مرغانو د غوښې په پخولو کې دې دقت وکړي. د افغانستان د عامې روغتيا د وزارت استازى ښاغلى احمدزي وايي د چرگانو غوښه بايد په سمه توگه پخه شي او له هغه وروسته بايد وخوړل شي. (( ډاکترانو دا اجازه ورکړې چې د مرغانو غوښه بايد ښه وويشول شي. په دې حالت کې که چيرې غوښه په ناروغۍ اخته هم وي پاکيږي دا ځکه چې بايد احتياط وشي. که چيرې د خلکو مرسته له موږ سره نه وي که موږ څومره هڅه وکړو گټه نه لري او که چيرې د خلکو مرسته وي نو موږ بريالي کيداى شو.)) دا مهال افغانستان ته د هغو هيوادونو د حيواني محصولاتو په واردولو بنديز لگول شوى چې د مرغانو د والگي د ناروغۍ نښې پکې ليدل شوي دي. د مرغانو د والگي د ناروغۍ نښې تيرکال د لومړي ځل لپاره د افغانستان په ننگرهار ولايت کې وموندل شوې چې وروسته بيا د کابل په گډون ځينو گاونډيو ولايتونو ته هم خپرې شوې. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||