BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:10 گرينويچ 2006 ,16 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دولت : د افغان ماشومانو وضعه د اندېښنې وړ ده

افغان ماشومان
ملگري ملتونه وايي لا تر اوسه شاوخوا څلور ميليونه افغان ماشومان ښوونځيو ته نه ځي
افغان دولت وايي په دغه هېواد کې د ماشومانو وضيعت د اندېښنې وړ دى. اود دې حالت د بدلولو لپاره يې يو ه ملي تگلاره اعلان کړه.

د خطر سره مخامخ ماشومانو د ساتنې د دې ملي ستراتيژى لوېه موخه ماشومانو ته د هغوى د انساني حقونو ورکول دي .

افغان دولت وايې يوازې په کابل کې تر ٣٧ زره زيات ماشومان دسړکونو پر سر کار کوي .

په افغانستان کې ديونسف يا دماشومانو لپاره د ملگرو ملتونو دملاتړ صندوق د څېړنو له مخې ښونځيو ته لاهم گڼ شمېر ماشومان نه ځي ، او ډېرې وړې نجونې تر وخت وړاندې ودېږي .

دافغانستان نوې کابېنې له خطر سره دمخامخو ماشومانو د ساتنې لپاره يوه اوږده مهاله ستراتېژي تصويب کړې چې له مخې به يې د بهرنيو مرستندويه هېوادو او ټولنو په مرسته د افغان ماشومانو ژوند ښه کوي .

د دغې تگلارې مهم ټکي ماشومانو ته د زدکړې ،روغتيايې اسانتياوواو حرفوي کورسونو برابرول، د بې وزلو ماشومانو د کورنيو سره مرسته ،او په لويه کې ماشومانو ته د مناسب چاپير يال جوړول دي .

دخطر سره دمخامخ ماشومانو د ساتنې د ملي ستراتيژى د رسمي اعلان پرو خت د افغان ولسمشر مرستيال کريم خليلي دا ومنله چې په افغانستان کې د ماشومانو وضيعت د اندېښنې وړ دى او دولت يې په تېرو څو کلونو په دې اړه لازم کارونه نه دي کړي

(داچې ٢١ پيړۍ د ماشوم د پېړۍ په نوم ياده شوې او د هېواد دټولو وگړو ترنيمايي زېات ماشومان جوړوي . خو اعتراف بايد وکړو چې لاهم دغه ماشومان په دغه هېواد کې د زياتو ستونزو سره مخ دي او ډېر پام ورته نه دى شوى)

ښاغلي خليلي د سره دمخامخ ماشومانو ساتنه ددولت اصلي دنده وبلله او ژمنه يې وکړه چې د څو کلونو په ترڅ کې به ټول افغان ماشومانو ته د ښونڅيو ، لوبو، روغتيا اسانتياوو حقونه ورکول شي .

خو په دې اړه يې له نړيوالو نه د مرستو غوښتنه وکړه.

بل خوا د شهيدانو معلولېنو او ټولنيزو چارو وزيرنور محمد قرقين وايي دا وخت يوازې په کابل کې ٣٧ زره ماشومان د سړکونو پر سر کارونه کوي ، د هېواد په کچه ٨ زره يتيم ماشومان په روزنتونو کې شپې تېروي او ٤٠ په سلو کې نجونې تر ١٨ کالني وړاندې وديږي . چې داټول له خپلو اصلي حقونو لېرې پاتې دي .

خو ښاغلي قرقين ددې ټولو حقونو ورکول د کورنيو د اقتصادي اوټولنيز وضيت په ښه والي پورې وتړل

( ترڅو چې زموږ د کورنيو او د ټولنې د هر غړي دژوند وضيعت ښه نه شي ممکنه نه ده چې موږ دې داستونزې حل کړو . نو بايد کلکه پاملرنه وشي چې د ماشومانوژوند ښه شي .)

ښاغلي قرقين وويل داوخت په سلگونو زره ماشومان ښونځي ته نه شي تللي ، په دې کچه نور سخت کارونه کوي ، د بې وزلى له کبله پوره خواړه نه ور رسيږي ، په خوار ځواکى اخته دي ، گدايي کوي ، روغتيايي او تفريحي اسانتياوې ورته نه دې برابرې.

ده وويل ددې تگلارې له مخې به يې لومړى کار په ټول افغانستان کې د ماشومانو په اړه څېړنه وي چې څومره ماشومان مرستو ته اړتيا لري .

ها خوا په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملگرو ملتونو دملاتړ صندوق چې ددې ستراتيژي په جوړولو کې يې مرسته کړې له خپله اړخه له افغان دولت سره په دې ډگر کې د شته مرستو ژمنه وکړه .

او په نورو ټولنو يې هم د مرستې غږ وکړ.افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دى چې د ښونځي د عمر له ١٠ ميليونه ماشومانو نه يې څه باندې ٦ ميلونه دا وخت په ښونځيو کې دي چې پر همدې اساس دماشومانو د ساتنې د ملي سترا تيژى پلي کول به دولسمشر کرزي د حکومت پر وړاندې غټه ننگونه وي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت